د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه د توغندیو نظام تر جدیدولو وروسته ایران ته ورکوي


د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین سلاکار وايي، هېواد یې د اېس ۳۰۰ توغندیو نظام جدیدوي چې ایران ته یې ورکړي.

ار ای اې خبري اژانس وايي، ولادمیر کوژین وویل، ایران ته د اېس ۳۰۰ فضايي توغندیو نظام تر انتقالولو مخکې به د هغې درجه یا پوړ لوړ کړي ځکه چې اصلي قرارداد اوږده موده مخکې لاسلیک شوی وو.

ده البته دا سپیناوی ونکړ چې توغندي به کله ایران ته انتقال کړي. په ۲۰۱۰ز کال کې د غربي فشار له کبله روسیې ایران ته د پرمختلليو توغندیو دفاعي نظام ورکولو قرارداد یا سودا لغوه کړې وه.خو چې د اپرېل په میاشت کې د نړۍ ځواکمنو هېوادونو او تهران تر منځ لنډمهالی اټومي تړون وشو نو پوتین دا بندیز لرې کړ.

هلته اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د روسیې له خوا ایران ته د اېس ۳۰۰ توغندیو ورکولو پر پرېکړې د ((مایوسۍ)) څرګندونه کړې ده. امریکا هم په دې اړه اندېښنه ښودلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG