د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار اوسېدونکي وايي، وسله والو دوی له خپلو کورونو په زور ایستلي


د ننګرهار اچین ولسوالۍ د بېلا بېلو کلیو اوسېدونکي وايي، وسله والو دوی له خپلو کورونو په زور ایستلي دي.

د اچین د مامند اوسېدونکي جلال د پنجشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، د داعش یا اسلامي دولت په نوم د ډلې وسله والو د دوی پټي او کورونه له دوی پاتې کړي دي.

بېکوره کړل شوي خلک وايي، وسله والو ښوونځي په سنګرونو بدل کړي دي.

هلته د ننګرهار والي ویاند احمد ضیا عبدالزي تېره ورځ مشال راډيو ته وویل، پلان لري چې ژر په اچین ولسوالۍ کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات پیل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG