د امريکا ولسمشر بارک اوباما د شام د څلور کلني بحران په باب د روس وروستي نظريات رد کړل او ويې ويل, لکه څنګه چې کرملين فکر کوي چې هر څوک د شام د ولسمشربشارالاسد د رژيم مخالفت کوي هغه ترهه ګر دی خو د ده په خبره داسې نه ده.
اوباما چې د جمعې پر ورځ په واشنګټن کې خبرې کولې وويل، د شام په مسله کې د روس چلند د تباهۍ پر لور تګ دی.
نوموړي زياته کړه چې د روس لخوا په بريدونو کې د داعش او القاعده وسله والو پر ځای د منځلاري اپوزيشن وسله وال په نښه کېږي:
ولسمشر اوباما وویل:
« دغه ډول هوایي بریدونه چې د منځلاریو اپوزيشن پرضد کېږي او روسیه پکې شامله ده، برعکس نتیجه به ورکړي، موږ به له وروستۍ نتیجې چې ټول ورته انتظار یوو، لرې کړي»
د برتانيا استخباراتي ادارې وايي په شام کې تر اوسه د روس لخوا يوازې پنځه فيصده هوايي حملې د داعش او نورې ټولې د منځلارې اپوزيشن پر ضد شوي چې په کې ولسي وګړي هم وژل شوي.