د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر ایجنسۍ کې په لسګونو کسان د ملیریا په ناروغي اخته شوي


د خېبر ايجنسۍ د جمرود سيمې اوسيدونکي وايي، په لسګونه کسان يې دا مهال د مليريا په مرضي اخته شوي دي.

د جمرود د مرکزي روغتون مشر ډاکټر نصرت شا د شنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې د بجلۍ د نشتوالي له وجې له هغو ماشو بچ کېدل ګران دي چې د مليريا خورولو سبب کېږي، د ده په خبره په خلکو کې د ناپوهاوي له کبله هم په جمرود کې دا ناروغي په زياتېدو دی.

د يادې سيمې خلکود شنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل چې له حکومته یې غوښتي چې په مستقل ډول د مليريا ناروغۍ د مخنيوي لپاره بندوبست وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG