د لاسرسي ځای

تازه خبر

“افغان حکومت باید له قوي دریځ سره د سولې خبرو ته لاړ شي”


د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار دغه څرګندونې د سېشنبې پر ورځ د یا دې جرګې په عمومي غونډه کې له هغه وروسته وکړې چې ولسمشر اشرف غني د پاکستان له وزیر اعظم سره د پاریس کانفرانس په څنډه کې د سولې په اړه خبرې کړي دي.

مسلمیار زیاته کړه چې افغان حکومت باید له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان دوه طرفه سیاست ته زیاته توجه وکړي.

تر دې وړاندې د ولسمشر د ویاند مرستیال ویلي وو چې ولسمشر غني د پاکستان له وزیر اعظم سره په افغانستان او سیمه کې د سولې پر خبرو سربیره پر نورو اړوندو مسایلو هم خبرې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG