پنجشنبه 23 فب 2012 سیمه ییزوخت 00:15

خبرونه

په افغانستان کې د جورجییا درې سرتېري ووژل شول

د حرفواندازه - +
22.02.2012
د جورجیا هیواد د دفاع وزارت اعلان کړې دې چی په افغانستان کی د نیټو ځواکونو سره د ګډوعملیاتو پر مهال یې  درې پوځیان وژل شوي دي.

د وزارت لخوا په بیان کی راغلي دغه درې پوځيان یې په هلمند  ولایت کی د جنګي عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

دغه بیان وایي یو جنګي ګاډۍ چی پکې پوځیان سپاره وو، د یاغیانو لخوا د برید وروسته و چاودېدلو.

د جارجییا  وزیر اعظم میخایل ساکاش ویلي د دغه دریو پوځیانو وژنه  یو دردونکې ګوزار وباله.

له ددی سره په افغانستان کی د جارجییا  سره تعلق لرونکو   پوځيانو د وژنی شمېره څه نا څه ۱۵ تنو  ورسیدله.

د جارجیا د دفاع وزارت وایي په هلمند ولایت کی یې د نیټو ځواکونو سره تقریبا ۷۵۰ پوځيان په عملیاتو بوخت دي.

کلیز