د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر:جنګي الوتکو ۲۳ وسله وال ووژل



د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې وايي، چې تیره ورځ(نهې) د دوی جنګي الوتکو د خیبر په لرې پرته سیمه تیرا کې په (دوه توئې ، بره ګټ ، وچه ونه او ناکۍ ) کې بمباري کړې ده چې په کې یې شاوخوا ۲۳ وسلوال وژلي دي.

له مشال راډیوسره په خبرو کې یوه پوځي چارواکي وویل، په دغه بمباریو کې یو شمېر وسله وال ژوبل شوي او د دوی ځیني مرکزونه یي هم له منځه وړي دي.خو وسلوالو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا بمبارۍ په داسې حال کې شوي دي چې له تېرو څو ورځو راهیسې د خیبر په تیرا میدان کې د انصارالاسلام وسله والې ډلې او د ناقانونه ګرځول شوي تحریک طالبان پاکستان ترمینځ خونړۍ نښتې هم روانې دي.

د تیرا یو اوسیدونکی وایي: ((په سیمه کې د روانو نښتو له عمله ګڼ شمیر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې . چې په لسګونه کسان په کې وژل شوي دي.))

بل پلوه د پاکستان د استخباراتي ادارې یوه چارواکي مشال راډیو ته ویلي، چې په اورکزۍ ایجنسۍ کې د جنګي الوتکو په بمباري کې د وسله والو د مړو شمیره څوارلسو تنو ته رسېدلې ده.

په لنډو قمر سیمه کې د نهې په شپه شاوخوا دوه بجې د پاکستان امنیتی ځواکونو بمباري کړې وه.

تر دې وړاندې په سیمه کې د بمبارۍ له امله ۹ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG