د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لکي مروت کې د طالبانو او پوځ نښته، ۳۱ وژل شوي


د پاکستان خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ له بيګا (د جمعې او شنبې تر منځ شپې) راهيسې په شویو نښتو کې ۱۵ امنيتي سرتېري او پنځه وسله وال وژل شوي.

وسله والو سرای نورنګ کې د ولسي وګړو سيمه کې موجود د امنيتي ځواکونو پر ودانۍ بريد کړی وو چې په کې په ۱۱ ساعته جګړه کې ۱۱ ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

عیني شاهدان وايي، وسله والو د شپې درې نیمې بجې پر پوځي ودانۍ حمله وکړه.

د پوځ دا وداني په اریګېشن کالونۍ کې پرته ده.

د سرای نورنګ د تاڼې مشر ګل حميد خان د شنبې پر ورځ مشال راډيو ته د ټيليفون له لارې وويل:

((۱۱ مړي پراته دي. څلور په کې ماشومان دي، درې ښځې دي او نور سړي دي. درې د ایف سي سرتېري او ۱۲ د پوځ سرتېري وژل شوي دي. د وسله والو پینځه مړي پراته دي.))

د تحريک طالبان پاکستان وياند احسان الله احسان د بريد پړه منلې ده.

ده ويلي دي چې دا حمله يې په ډرون بريدونو (د بې پیلوټه الوتکو په حملو) کې د خپلو دوو قوماندانو د وژل کېدو د بدل اخيستو له پاره کړې ده.
XS
SM
MD
LG