د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هنګو نن ویر دی، بازار تړل شوی دی


طارق اورکزی

هنګو - د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د جمعې پر ورځ په شوي ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر ۲۴ ته رسېدلی دی.


روغتیايي چارواکي وايي، په دې حمله کې ۷۰ کسان په نښه شوي ول.

تر پېښې وروسته، درې کسانو په روغتون کې سا ورکړه.

د دې ځانمرګي برید په غبرګون شیعه ګانو او سني سپریم کونسل د یوې ورځې ویر اعلان کړی دی.

د سیمې یوه دیني مشر مولانا عبدالجلیل مشال راډیو ته وویل، دوی د احتجاج په توګه نن د هنګو بازار تړي.

ده دا برید وغنده او و یې ویل چې اسلام د بې ګناه خلکو د وژنې هیڅ اجازه نه ورکوي.

هلته د هنګو د صحت ادارې مشر ډاکتر محمد اسحاق بنګش وايي، د هنګو په لوی روغتون کې بیړنی حالت عملي شوی دی او د ډاکترانو چوټۍ منسوخ کړل شوې دي.

چارواکي وايي، ځینې ژوبل شوي کسان تر درملنې وروسته له روغتونه فارغ کړل شوي دي. خو لا هم ۳۳ ژوبل کسان په روغتون کې دي.

د جمعې پر ورځ د هنګو په پټ بازار کې د جمعې تر لمونځ وروسته د یوه جومات مخې ته ځانمرګې حمله وشوه.

د دې حملې پړه لا چا نه ده منلې.
XS
SM
MD
LG