د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسلم لیګ ن د طالبانو وړاندیز رد کړ


نواز شریف د مسلم لیګ ن مشر
نواز شریف د مسلم لیګ ن مشر


د پاکستان سیاسي ګوند مسلم لیګ نواز د طالبانو هغه وړاندیز رد کړی ، چې ګنې دوی دې د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو دریمګړي شي.

د وسلوالو طالبانو ویاند پرون په یو ویډیويي پیغام کې ویلي ول چې دوی د دریو ګوندونو مسلم لیګ نواز، جمیعت علما اسلام، او جماعت اسلامي د مشرانو په دریېمګړتوب کې د حکومت سره په مشروط توګه خبرو ته تیار دي، او د خپلو ځینو کسانو د خوشې کیدو غوښتنه یي هم کړې ده.
په دې اړه د مسلم لیګ نواز ډلې یو مشر صدیق الفاروق وایي، دوی د پیپلز ګوند د حکومت د کارونو ضمانت نشي ورکولی.

بلخوا مذهبي سیاسي ګوند جمیعت علما اسلام ویلې باید د طالبانو لخوا د خبرو د وړاندیز هرکلی وکړل شي. او د جماعت اسلامې یو مشر سراج الحق ویلې، باید د ریاست ادارې په دې کې خپل رول ولوبوي، ځکه چې موجوده حکومت ته اوس لږ وخت پاته دی.

د طالبانو ویاند دا هم ویلي، دوی پاخه ضمانتيان غواړې چې د پوځ له پلوه دوی ته ډاډ ورکړي، ځکه چي د دوی په خبره په پاکستان کې اصل طاقت د پوځ په لاس کې دی.

طالبانو غوښتي چې پخوانی وزيرراعظم او د مسلم لیګ نواز څانګې مشر نوازشریف، د جمعیت العلماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن او د جماعت اسلامي ګوند مشر منورحسن دې دوی او پوځ ترمینځ د خبرو منځګړتوب وکړي.

پاکستاني طالبانو همداراز پر حکومت غږ کړی چې د اعتماد د فضا د رامینځ ته کولو لپاره دې د دوی ځینې مشران هم خوشې کړل شي.
XS
SM
MD
LG