د لاسرسي ځای

تازه خبر

٥٠ عالمانو ځانمرګې حملې حرامې ګرځولې


د سني اتحاد کونسل مشر صاحبزاده فضل کريم
د سني اتحاد کونسل مشر صاحبزاده فضل کريم




د سني اتحاد کونسل ٥٠ عالمانو او مفتيانو فتوې جاري کړيده چې پکې ويل شوي دي، په ملک کې فرقه ايز فسادات، ځانوژنکي بريدونه او په کراچۍ او بلوچستان کې هدفي وژنې یې حرام ي دي او اسلام کله هم د داسي ناوړه عمل اجازه نه ورکوي.

د سني اتحاد کونسل مشر صاحبزاده فضل کريم مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل، چې پاکستان يو اسلامي ملک دی او اسلامي ملک کې خودکش حملې کول او هدفي وژنې کول په شرعي توګه حرامې دي. او اسلام ورته هیچرې هم اجازه نه ورکوي او د بې ګناه خلقو په وژنه کې ککړ خلک جهنميان دي او دا قسمه عمل کونکي نه صرف په زمکه فساد خوروي بلکې دا غټه فتنه هم ده.

نوموړي وويل، چې د دا قسمه ګامونو له وجې نه صرف اسلام بدناميږي بلکې پاکستان هم ورسره کمزوری کيږي، اسلام خو يو پرامنه مذهب دې او اسلام د ورورولۍ او د امن درس ورکوي.

د مشال ريډيو يوې پوښتنې ته په ځواب کې صاحبزاده فضل کريم وويل، (( موږ ډير کوښښونه کړي دي چې ځان وژنکې بريد کونکو سره خبري وکړو خو موږ نه پوهيږو چې دا حمله کونکې خلک د کوم مذهب له مخې ځانمرګي بریدونه کوي او موږ خو دا هم نه پوهيږو چې دوی له کومه ځايیه راغلي دي او د اسلام په نوم دهشت او وحشت خوروي خو موږ به بيا هم د خپلې شوره اجلاس راغواړو چې په کې له دې خلکو سره خبرو اترو لپاره څه لاره راوباسو.))

ياده دي وي چې له دې وړاندي مولانا حسن جان، مفتي محمد نعيم او مفتي شاميزي هم دا قسمه فتوې جاري کړې وې چې ورستو بيا د نامعلومه کسانو لخوا ووژل شول.

د سني اتحاد کونسل لخوا جاري شوي دې فتوې په اړه مفتي کفايت الله مشال ريډيو ته وويل، چې د يو انسان وژنه خوا هغه که د خودکش حملې له لارې وي او يا که په څه بله طريقه وي په غير د عذر شريعي نه د هغي وژنه دا يوه عظيمه ګناه ده او په شريعې توګه ناجايزه او حرامه هم ده.

احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد
XS
SM
MD
LG