د لاسرسي ځای

تازه خبر

کډوال د حالاتو ښه کېدو هیله نه لري




رابعه اکرم مشال راډيو

اسلام آباد:- په قبايلي سيمو کې د روانو حالاتو له وجې جلوزو کډوال کيمپ نوښار کې ميشت کډوالو وينا ده چې هغوی فکر نه کوي چې حالات به زر سم شي نو په دې غرض يې ځان ته کورونه په بیه يا په کرايه واخيستل چرته چې دوی اوس ژوند کوي.

په دغه کډوالو کې يو د باړې تحصيل ولي هم دی، هغه مشال راډيو ته وويل چې په کيمپ کې له کورنۍ سره اوسيدل ګرانه وي او حالات ښه کيدو کې به وخت لګېږي.

،، دا خو يوه ورځ نه ده ، ډير وخت وشو چې دا حالات خراب دي. او که په کرايه مو کور اخيستی نو په هغه هومره پېسې تلې خو مو ځان ته مو خپل کور جوړ کړو، او خوشاله يو په کې ،،

دغه رنګ ايران خان چې په جلوزو کډوال کيمپ کې يې تقريبا دوه کاله تير کړي دي مشال راډيو ته وويل چې کله هغه ته اندازه وشوه چې حالات لا هم نه سمېږي او وخت به اخلي نو دا فيصله يې وکړه چې په کرايه ځان ته کور ونيسي.

،، د کرايې کور مو ځان ته ځکه خوښ کړو چې لا وخت شته او زموږ سيمه لا ګډه وډه ده او خيمو کې هم تکليف وي نو بس د کرايې کور مو ځان ته ونيولو. زموږ ماشومانو ته هم تکليف وو، په کيمپ کې قسما قسم ناروغې وي د کور غوندې حالات نه وي . اوس داسې شوه چې لږ په سکون پراته يو ،،

هم د خيبر ايجنسې يو بل کډوال ساليقين چې د تيرې نهه مياشتو راهيسي خپله کورنې سره د کرايې په کور کې اوسيږي هغه وايې، چې د دوی کور سره نزدې کډوالو د خپل ماشومانو د تعليم او تربيې لپاره يا خو خپل کورونه جوړ کړل او يا يې په کرايه واخيستل.

،، دا حالات به تر څو .روان وي، هيڅ معلومات يې نشته ، نو بس خلکو دلته ځان له ځايونه وکتل. او بل دا چې له دوی سره د خپلو ماشومانو د تعليم او مستقبل فکرهم دی ، ځکه چې په کيمپ کې د کور غوندې ماحول نه وي،،

د ذکر وړ ده چې تقريبا د خيبر ايجنسۍ د ۱۲ زره کورنۍ د روانو حالاتو له وجې بې کوره شوي دي او په جلوزو کډوال کيمپ کې ژوند کوي.
XS
SM
MD
LG