د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ځواکونو کچه خپل مقرره حد ته په رسیدو ده


شاهین بونیری


پراګ: ایکسپریس ټریبون په خپله اداریه کې لیکلي په پاکستان مسلم لیګ (نواز) دا شک کیږي چې په پنجاب کې د ځني سخت دریزو ټولګو مرسته کوي. د پارټۍ مشر نوازشریف د ضیاء الحق په دور کې سیاست ته راغلې ووـــــ ضیاء الحق د سخت دریزو ټولګو د ټولو نه لوي مرستیال وو.

ورځپاڼه لیکي ـــــــ نوازشریف د طالبانو سره د خبرو پلوي دی خو د طالبانو او حکومت ترمینځ د مینځګړي توب نه يي انکار کړې دی. نوازشریف ویلي ــــ حکومت دې طالبانو له خوا د خبرواترو وړاندیز په سنجیدګۍ سره واخلي.

اداریه وړاندې لیکي، یواځې د خبرو اترو له پاره په اواز اوچتولو نه کیږي. ددغې وینا نه وړاندې باید د ځني پوښتنو ځواب ورکړې شي. دداسې خلکو نه باید اوپوښتل شي چې کله تیر وخت کې د طالبانو سره لوظنامې اوشوې نو هغوي پرې د عمل کولو نه ولې انکار اوکړو؟

بله دا چې یو عام پاکستاني ته کوم قسم پیغام ورکول کیږي چې ګنې که څوک په تشدد او ترهه ګرۍ کې ککړ وي نو هغوي ته به په پاي کې د خبرو اترو وړاندیز کیږي ؟ د تعریف له مخه په خبرو اترو کې دواړه اړخه څه بایلي او څه ګټي . دا خبره دې باید سپینه کړې شي چې طالبانو ته به څه ورکول کیږي؟

آیا طالبان دې ته تیار دي چې د امن لپاره د قبایلي سیمو نه په شا شي؟ څرګنده خبره داده چې طالبان به د خبرو اترو نه وړاندې د وسلې کیښودو نه انکار کوي له دې کبله دا ډیره د بدقسمتۍ خبره ده چې په حکومت د خبرو اترو د عمل نه شروع کولو تور اولګول شي. ځکه چې په پاکستان کې واک د پوځ سره دی او د پوځ د رضا نه بغیر هیڅ قسمه د طالبانو سره د خبرو اترو عمل مخ په وړاندې نه شي تلی .


بل خوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مقاله کې په افغانستان کې د د ناټو ځواکونو د مشر جنرل جون ایلن د کار اوزیار ستاینه کړې ده او لیکلي يي دي چې جنرل جون الن په تیرو نهو میاشتو کې د ځواکونو کار ګړندې کړې او استحکام يي پکې راوستې .

ورځپاڼه لیکي ـــــــ د افغان ځواکونو کچه خپل مقرره حد ته په رسیدو ده ، افغان ځواکونه اوس د ډیرو عملیاتو مشري پخپله کوي، په جنوبي افغانستان کې د جون الن په مشرۍ د ناټو ځواکونو شمیره تر ډیره حده راټیټه کړی شوې ده، د افغان ځواکونو لخوا په ایتلافي ځواکونو بریدونه، اګرچه اوس هم د فکرمندۍ وړدي،

خو په کمیدو دي، د اپریل ۲۰۱۴ د ټولټاکڼو لپاره جون الن مرسته کړې چې افغانستان په ټیک لار پاتې شي، په تیرو دوو کالونو کې په افغانستان کې د خپل مینځي جګړو ویره کمه شوې ده، او سره ددې چې اداري فساد اوس هم د افغانستان یوه لویه ستونځه ده خو د جنرل جون الن په مشرۍ ناټو ځواکونه نور هم قوي شوي دي او ددغه ستونځې د اثر په راکمولو کې کردار لوبولې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG