د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان ځواکونو ته د سپارلو سیمو امنیت پیاوړی دی"




دافغانستان دکورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ وايي ، په هغو سیمو کې چې دامنیتي مسوولیتونو دلیږد په دریو پړاونو کې يې امنیتي چارې افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل شوي، امنیت په کې ښه شوی او دخلکو همکاري هم له حکومت سره زیاته د افغانستان دکورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د حکومتي مسوولینو ،قومي مشرانو او دمدني ټولنې دفعالانو یوې غونډې په خپله وینا کې وویل، دوی تمه لري، ډیر ژر به دپاتو سیمو امنیتي مسوولیتونه هم په راتلونکي څلورم او پنځم پړاو کې افغان امنیتي ارګانونو ته وسپارل شي.

په غونډه کې وویل ،هغه سیمې ،چې دامنیتي مسوولیتونو دلېږد په دریو پړاونو کې له ناټو او نړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتي ارګانونو ملي اردو او ملي پولیسو ته سپارل شوي،په کې ډیر مثبت تغیرات راغلي ،خلک ورڅخه راضي دي او حالت د دوی په ګټه راڅرخیدلی دی. دکورنیو چارو وزیر ،چې دمخابراتو او مالوماتي تکنالوژی له وزیر امیرزي سنګین سره یو ځای تیره ورځ دپکتیکا ولایت دامنیتي او ټولیز حالت دارزونې لپاره نوموړي سیمې ته تللی وو ،هیله ښکاره کړه ،چې له ناټو او نړیوالو ځواکونو څخه به دلیږد څلورم او پنځم پړاو هم په بریالیتوب سره ترسره شي :

په غونډه کې دمخابراتو او مالوماتي تکنالوژی وزیر امیرزي سنګین وویل،چې دوی په خپل ټول توان هڅه کوي تر څو دښې حکومتدارۍ درامنځته کیدو لپاره هلې ځلې کوي. ښاغلي سنګین په دې برخه کې له خلکو وغوښتل ،چې دوی دې دحکومت کلک ملاتړ وکړي:

پکتیکا والي محب الله صمیم هم په خپلو خبرو کې دنوموړي ولایت دحکومتي مسوولینو په استازیتوب دکورنیو چارو او مخابراتو وزیرانو ته ډاډ ورکړ ،چې دوی هر ډول همکارۍ ته چمتووالۍ لري:

دپکتیکا ولایت یو تن قومي مشر یادونه وکړه ،چې دنوموړي ولایت په امنیت کې پوره ښه والی راغلی ،نوموړي دیحیی خیلو ولسوالۍ یادونه وکړه، چې دوه کاله مخکې په کې ډیره ناامني وه ،خو اوس دپکتیکا تر ټولو باامنه ولسوالي ده:

دیادونې وړده پدې وروستیو کې په ټولیزه توګه دافغانستان په سرحدي سیمو کې په نسبي توګه امنیت ښه شوی او له افغان حکومت سره دخلکو همکاري او ناسته ولاړه ډیره شویده.

نجیب الله الوخېل خوست
XS
SM
MD
LG