د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: ګڼ نامسوول وسلوال نیول شوي




دخوست د امنیه قوماندانۍ پولیسو په خوست ښار او اطرافو کې د ځانګړو پوځي عملیاتو پرمهال خوا اوشا 150 تنه غیرمسوول کسان نیولي دي ، همدارنګه په دې عملیاتو کې یو شمیر هغه نجونې او ښځې هم نیول شوي ،چې په ښار کې يې سوالګري کوله.

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالقیوم باقي وویل داکار يې په خوست کې دعامه نظم د ټینګښت او یو شمیر اطلاعاتو پر بنسټ ترسره کړي او غواړي د هر ډول ناوړه پيښو له رامنځته کیدو وړاندې په دې ډول فعالیتونو سره دهغوی مخنیوی وکړي.

په پوځي عملیاتو کې دامنیه قوماندانۍ د منسوبینو له خوا یو شمیر نجونې او ښځې هم ، چې په ښار کې يې سوالګري کوله نیول شوې دي. جنرال عبدالقیوم باقي زوی وايي دا کار يې د ناوړه اخلاقي کارونو د مخنیوي لپاره کړی دی.

نجیب الله الوخیل -خوست
XS
SM
MD
LG