د لاسرسي ځای

تازه خبر

هر ماشوم په سکول کې غواړو


هر ماشوم په سکول کې غواړو

پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې سکولونو ته د ماشومانو د داخیلېدو تعلیمي کمپېن پېل کړ، چې د راتلونکې مارچ میاشتې تر لسمې نېټې پورې به جاري وي.

د دوی وايي، کلي په کلي او کور په کور ځي او له خلکو به غوښتنه کوي چې خپل ماشومان سکولونو کې داخیل کړي. دا کمپېن په داسې حال کې شروع کېږي چې د ځینو غېر سرکاري موسسو د سروې له مخې په بلوچستان کې سکولونو ته ماشومانو د تلو شمېره د پاکستان د نورو ټولو صوبو په پرتله ډېره تيټه ده

د روښانه مستقبل د دا اونۍ خپرونې موضوع همدا ده چې د خپرونې کوربه منورشاه د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن د کوټې ضلعې له مرستیال سیکرېټري علم خان یوسفزي سره د دوی د تعلیمي کمپین په باب خبرې کړې

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:17:47 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG