د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امن لپاره د ټول ګوندیز کانفرنس ګډه اعلامیه





په اسلام آباد کې د عوامي نېشنل ګوند د مشر اسفندیار ولي خان له لوري رابلل شوي ټول ګوندیز کنفرانس نن د زیارت ورځ پر دې هوکړه وکړه چې له هغه طالب اورپکو سره دې د روغې جوړې خبرې وشي چې د پاکستان قانون او آیین منلو ته تیار دی.

په کانفرنس کې ګډونوالو ټولو سیاسي او مذهبي ګوندونو دعوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان وستایلو چې د دوی ګوند د امن لپاره ټول ګوندیز کانفرنس رابللی او دا یې یو وړ ګام بللی دی.

د کانفرنس ګډوالو ویلي چې د اورپکیتوب او تاوتریخوالي ناسو یواځې د یوه ګوند او یوې صوبې ستونزه نه دبه بلکې د ټول هېواد مسله ده. او د ملک پرمختګ او پایښت تر هغو نه شي رامنح ته کېدای چې دا ستونزه نه وي حل شوي.

په ملک کې د جمهوري نظام استحکام د دغه ستونزې په هوارولو کې مرسته کولای شي.

په ټول ګوندیز کانفرنس کې پر دې لاندنیو نکاتو مکمل اتفاق وښودل شو.

۱- په ملک کې د امن راوستو اړتیا ده، چې د قېمتي ځانونو زیان ودورل شي او د ملک د استحکام او ټولنیز پرمختګ لپاره یې ضرورت دی.

۲- وینه په وینه نه وینځل کېږي د دې لپاره د امن راوستو ته لومړیتوب په کار دی.

۳- د ترهګرۍ ستونزې سوله ییز حل باید د پاکستاني ریاست د ایین او قانون او د ملکي سلامتۍ او ملي حاکمییت د خوندیتوب په چوکاټ کې راووېستل شي.

ټول ګوندیز کانفرنس په فاټا کې د امن راوستو په موخه د لویې جرګې هڅې د ستایلو وړ بولي. او د فاټا استازیو او ولس ته دا ډاډګېرنه ورکوي چې په کانفرنس کې شریک ټول ګوندونه د امن لپاره د دوی د هڅو بشپړ ملاتړ کوي.

ټول ګوندیز کانفرنس په ترهګرۍ کې له وژل شویو کورنیو سره خبله خواخوږي ښيي او د سیاسي مشرتابه او د سیاسي کارکنانو سرشیندنو او قربانیانو ته په درنه سترګه ګوري، او پیرزوینې ورته وړاندې کوي.

کانفرنس له مرکزي او صوبايي حکومتونو څخه غوښتنه کوي چې د شهېدانو او ټپیانو له کورنیو سره دې د پیسو مرستې ورکړل شي. او د ټولو بې کوره شویو خلکو ستونزو ته دې پام واړول شي. او د دوی په سیمو کې دې د امن راوستو لپاره باید کوټلي ګامونه واخیستل شي، چې دغه ډول بې کوره شوي خلک په عزت و وقار سره خپلو سیمو ته ستانه شي.
XS
SM
MD
LG