د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې لشمینیا خوره شوې




فرهاد شینواری

د خیبر ایجنسۍ د صحت محکمې چارواکی وايي چې د خیبرپه بیلا بیلو برخو کې د لشمینیا ناروغي خوره شوې ده، د دوی په وینا دغه ناروغی د یو خاص ماشي له چیچلو لګېږي، چې پر بدن له ټپ سره سره دانې راخیژوي.

د خیبر ایجنسۍ د مرکزي روغتون د پوستکي ناروغیو د څانګې انچارج ډاکټر فضل رازق مشال ریډیو ته وویل چې (( په روان کال کې تر اوسه دې روغتون کې د لشمینیا خوا وشا یوسل او نوي (۱۹۰) کیسونه رجسټرډ شوي دي، او دې ناروغې په سیمه کې وبايي بڼه اخیستې))

د خیبر ایجنسۍ لرې پرته سیمه کمشلمان د اوسیدونکي شاکرالله اته کلنې لور ثنا ته هم دغه ناروغي لګیدلې ده،او دې روغتون ته یې د علاج له پاره راوړې ده، نوموړی وايي چې (( په پښه او پوزه یې زخمونه دي، ډیره په تکلیف ده، او اوس یې یوه ستن په درې سوه روپۍ ده،او یولس ستنې یې به ورلګوي. د دغو ستنو د اخیستو وس نه لرم،پکار دی چې چارواکي یې راته وړیا راکړي))

د خیبر ایجنسۍ د مرکزی روغتون ایم ایس محمد نذیر وزیر وايي چې دوی په دې حقله په فاټا سیکرټریټ کې د لشمینیا د پروژي چارواکی خبر کړي دي او د قبایلي سیمو د صحت محکمې (ډایریکټر هیلت سروسز فاټا) نه مو د معیاری ستنو او د ترمو تېراپی یو ماشین غوښتنه کړې ده،چې کله راته ملاو شي نو بیا به پرې د دغې سیمې د لشمینیا ناروغانو ته وړیا درمله شورو کړو))

ډاکټر فضل رازق وايي چې(( باید موږ د لشمینیا نه د بچ کیدو له پاره احتیاطی تدابیر خپل کړو،خپل کور او کلی پاک وساتو،د اوبو نالۍ پټې کرو، د ماشو سپرې او ماشدانۍ(مچر دانۍ) استعمال کړو، او که د یو تن زخم زر نه جوړیږی نو باید په روغتون کې د لشمینیا ټسټ په وخت وکړي))

د خیبر قبایلی سیمې خلک وايي چې د صحت چارواکي دې په سیمه کې د لشمینیا د مخنیوي له پاره کوټلی ګامونه پورته کړي.
XS
SM
MD
LG