د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې لویه چاودنه، ګڼ شمېر وژل شوي، ژوبل


په کوټه کې د هزاره کورنیو احتجاجي ناسته.
په کوټه کې د هزاره کورنیو احتجاجي ناسته.


کوټه - د بلوچستان په مرکز کوټه کې زوروره چاودنه شوې ده.

د پولیسو له وینا سره سم، دا چاودنه د شنبې پر ماښام د کېریاني سړک د علي اباد د سبزۍ په یوه بازارګي کې شوې ده.

پولیس وايي، په دې چاودنه کې تر اوسه د لږ تر لږه ۲۵ کسانو وژنې پخلی کوي.

د کوټې ښار پولیسو یوه مشر زبیر محمود تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل چې چوونکي مواد په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي ول.

خو ازادې سرچینې وايي، په یوه رکشه کې شا و خوا ۱۰۰ کیلو ګرامه چوونکي توکي ایښودل شوي ول.

تر دې پېښې وروسته چې کله پولیس علي اباد ته ورغلل نو د سیمې قهرجنو خلکو ورباندې کاڼي ورول. پولیسو سیمه په ولکه کې اخیستې ده او خبریالان نېږدې نه ورپرېږدي.

پولیس وايي، په پېښه کې له ۱۰۰ زیات کسان ژوبل شوي هم دي چې د کوټې روغتونونو ته رسول شوي دي.

د دوی په خبره علي اباد پر کېریاني سړک هغه سیمه ده چې په کې شیعه مسلکه هزاره ګان اوسي او همدا لامل دی چې په وژل شويو او ژوبلو کې اکثریت د هزاره ګانو دی.

پولیس وېره څرګندوي چې د مړو شمېر ښايي زیات شي.

ازادو سرچینو او ځینو امنیتي او روغتیايي چارواکو د نوم نه ښودو په شرط د مشال راډیو خبریال ته ویلي چې په دې پېښه کې د وژل شویو شمېر له ۴۰ زیات دی.

د یادونې وړ ده چې د جنورۍ په میاشت کې هم پر علمدار سړک د چاودنو له کبله له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې شیعه مسلکه هزاره ګان ول.

تر دې وروسته هزاره ګانو احتجاجي ناسته کړې وه او له حکومته یې د ګورنر واکمنۍ غوښتنه کړې وه.

د پاکستان فېډرالي حکومت د جنورۍ په نیمايي کې د اعلا وزیر نواب اسلم رییساني حکومت ړنګ کړ او د ګورنر واکمني یې عملي کړه.

تر هغې وروسته په کوټه کې دا تر ټولو لویه پېښه ده.

XS
SM
MD
LG