د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالو رسنیو ته کتنه / فروري ۱۷


ژباړه : هارون باچا

رايټرز اژانس ليکي، د پاکستان پر غير مقبول حکومت، چې په راتلونکيو څو مياشتو کې د عامو انتخاباتو لپاره تيارۍ نيسي، د اتوار په ورځ د دې لپاره چې په کوټه ښار کې د فرقه ييز بريد په ناکامه کولو کې پاتې راغلو، سختې نيوکې وشوې.

د اژانس په ليکنه، د اټومي وسلې لرونکي هېواد مشرانو د هغه سخت دريځه سني مسلمانانو د راګرځولو لپاره لږ څه کړي چا چې د هېواد پر شيعه مسلمانانو د بمي بريدونو او د هغوی د وژلو کمپاين پيل کړی دی.

اژانس لیکي، د کوټې له دغې حملې وروسته، چې لشکر جنګوي يې پړه پر غاړه اخيستې، د شيه ګانو شکونه سېوا شوي چې ګوندې د پاکستان استخباراتي ادارو پر دغه وژنو سترګې پټې کړي او يا هم د سني افراطيانو مرسته کوي.

اژانس د بلوچستان د ګورنر ذوالفقار علي مګسي خبره راخيستې چې ويلي يې دي، پر هزاره شيعه ګانو ترورستي حمله د پآکستان د استخباراتي او امنيتي ادارو ناکامي په ګوته کوي.

د کوټې يو دوکاندار دغه راز اژنس ته ويلي، حکومت ښه پوهېږي چې څوک څه کوي او دا چې د دغه کړنو تر شا د چا لاس دی.

رايټرز په خپله ليکنه کې د پاکستان د استخباراتي چارواکو په حواله ويلي چې د لشکر جنګوي په مشرۍ سخت دريځې ډلې غواړي د جنوبي آسيا دغه هېواد، چې د امريکا ملګری دی، بې ثباته او په کې د خپلو ملايانو واکمنۍ ته لار هواره کړي.

بلې خوا ته د نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې په يو راپور کې راغلي، په افغانستان کې له طالبانو سره د روغې جوړې خبرې په ناڅاپي توګه ګرمې شوې دي.

خو د ورځپاڼې په خبره، په دغه لړ کې يوازې دومره پرمختګ شوی چې يو عمومي توافق رامنځ ته شوی چې د سيمې د ثبات لپاره بايد له طالبانو سره يو سياسي جوړ جاړی وشي. د ورځپاڼې په ليکنه، دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د جګړې په ترڅ کې لسګونه زره افغانان ووژل شول او شاوخوا يو ټريليون ډالرو و نه شو کړای افغان ياغيتوب ته ماتې ورکړي.

نيويارک ټايمز ليکي، د افغانستان د امن خبرې ځکه هم تېزې شوي چې پاکستان، چې د طالبانو پټ ملاتړی ګڼل کېدو، وايي خپله تګ لاره يې بدله کړې ده. ورځپاڼه وړاندې لیکي، پاکستانيو جرنيالانو او وزيرانو له تېر يو کال راهيسې په افغانستان کې له خپلو پخوانيو حريفانو، په تېره له هغو ډلو سره چې پښتانه نه دي، رابطې لرلې دي. د دغه تماسونو مقصد داسې يوه ستراتيژي ټاکل دي چې له مخې يې له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې يو جمهوري حکومت جوړولو ته لار هواره شي، حتی داسې يو حکومت چې طالبانو ته په کې بشپړ ونډه نه وي ورکړل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG