د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاک ایران ګېس منصوبه د پاکستان ګټه ده"


رابعه اکرم مشال راډيو

اسلام آباد:- د پاکستان د خارجه چارو وزارت وايي چې پاک ايران ګيس پايپ لاين منصوبې په اړه پاکستان له امريکايي اعتراضه خبر دی خو دا منصوبه د پاکستان په مفاد کې ده.

د زيارت په ورځ هفته وار بريفنګ کې د خارجه چارو دفتر وياند معظم احمد خان وويل چې پر پاک ايران منصوبې کار روان دې.

،، پاکستان له دې خبر دې چې امريکې ته په پاک ايران پايپ لاين منصوبې تحفظات شته خو موږ ته دا هم معلومه ده چې دا منصوبه څومره مهمه ده او څومره افاديت لري نو پاکستان دا منصوبه مکمليدو لپاره پر عزمه دې،،

هم په دې سلسله کې د پټروليم وزارت يو چارواکي عرفان اشرف قاضي مشال راډيو ته وويل چې پاک ايران ګيس پايپ لاين منصوبې بعضې امورو لپاره د منيجنګ ډاريکټر انټر ګيس کمپني مشر مبين صولت په مشرې کې د کارپوهانو یوه شپږ کسیزه ډله د ايران په دوره ده.

د سياسي چارو کار پوه افتخار ګيلاني وايي چې په وقتي توګه له دې منصوبې د دواړو ملکونو په تعلقاتو کې تاو تريخوالې راتلای شي خو تر څو به پاکستان د امريکې په امداد ګزاره کوي نو ښه به دا وي چې دا منصوبه عملې کړل شي.

،، موږ د جغرافيې په لحاظ داسي ځايې کې پراته يو چې د امريکه د نن سبا پاليسۍ مطابق موږ د هغي مجبوري يو نو هغي به موږ سره خامخا تعلق ساتي، د پاکستان د ترقې لپاره ايران موږ سره يو پروجه کوي يا سبا سعودي عربستان، چين يا مليشيا کوي نو دا غلطه خبره ده چې دې به وايي چې مه يې کوې.او که حکومت دا مني نو دا به د پاکستان د مفاداتو خلاف وي،،

تيره ورځ د امريکې خارجه چارو محکمې وياندې وکټوريه نولينډ خپل امروزه پريس بريفنګ کې وويل چې امريکه د پاکستان په شمول د نړۍ ټولو ملکونو ته څرګنده ويلې دي چې دا یې په خپل مفاد کې ده، له هغه هلو ځلو نه دې ځان وساتي چې د ملګرو ملتونو د پابنديو لاندې راځي يا د امريکا قانون تر مخه پرې پابندي لګيدلې وي. نوموړي خپلو خبرو کې دا هم زياته کړه چې امريکا پاکستان سره د توانايې په شعبه کې کمک کول غواړي.
XS
SM
MD
LG