د لاسرسي ځای

تازه خبر

بروکسلز: د ناټو غونډه پر افغان ځواکونو غږېږې





د بیلجیم په پلازمېنه برسلز کې نن د ناټو اېتلاف د دفاع وزیرانو په غونډه کې پر افغانستان خبرې کېږي.

تېره ورځ، د ناټو چارواکو وویل، د ۲۰۱۸ز کال تر پایه د افغانستان د درې لکه او ۵۲ زره امنیتي سرتېرو پر ساتلو جدي بحثونه شوي دي. د ناټو عمومي مشر اندرې فوغ راسموسېن پرون وویل، له اقتصادي پلوه د افغان پوځیانو مالي لګښتونه په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو له ساتلو ارزانه دي:

((د نړیوالو پوځیانو هلته ساتلو پر ځای به دا ښه وي چې د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ وشي. له سیاسي نظره دا بهتره ده چې د افغانستان دفاع افغاني بڼه ولري. او له اقتصادي پلوه د بهرنیو پوځیانو هلته د ځای پر ځای کولو پرتله، افغان پوځیانو ته پیسې ورکول ارزانه پرېوځي.))

ټاکل شوې چې په افغانستان کې د ټولو بهرنیو پوځیانو عمومي مشر جنرال جوزف ډنفرډ نننۍ غونډې ته د افغانستان د حالاتو په اړه مالومات ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG