د لاسرسي ځای

تازه خبر

حمزه شینواري په ژوندوني د غزل بابا لقب ګټلی و


د یارانو مشال
ــــــــــــــــــــــ

دا اونۍ ( د یارانو مشال ) کې هارون باچا او نجیب عامر د حمزه بابا په شاعرۍ او شخصیت د کلیم شینواري او استاذ اصف صمیم سره خبرې کړي. کلیم شینواری د پښتو ژبې خوږ ژبی شاعر ، د لال زاده ناظر شینواري زوی او د حمزه بابا په خپلوانو کې حسابیږي. استاذ اصف صمیم د پښتو ژبې نقاد ، لیکوال ، شاعر ، د پوهنتون استاذ او د حمزه بابا پر ژوند له څیړونکیو څخه دی. په دې خپرونه کې د حمزه بابا د ژوند په اړه جالب معلومات اوریدلی شئ:

* حمزه بابا څلور ودونه کړي وو، دوه اولادونه یې لرل.
* دپښتو اولنی فلم لیلا مجنون ده لیکلی و.
* ادا کاري یې کړې ، سندره نیمه یې هم ویلې او رباب یې غږولی.
* د غزل د بابا لقب ورته سمندرخان سمندر ورکړی و.
* د نورو ګټورو معلوماتو لپاره ( د یارانو مشال ) خپرونه لاندې واورئ :

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:09 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG