د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته د جاسوسي په تور یو هندی ونیول شو





د هند پولیس وایي ، یو هندی وګړی یې پاکستان ته د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

پولیس وایي ، سمر خان یې له هغه ځای سره نزدې نیولی چې د جمعي په ورځ د هندي هوایي ځواکونو مشقونه کیدل.

دغه پنځه دیرش کلن کس پر دې تورن دی چې د دغه پوځي مشقونو په اړه به یې اسلام اباد ته معلومات ورکول.

د هندصدر پرناب مکر جي او وزیراعظم من موهن سنګ دواړه له پاکستاني پولې سره نژدې راجستان ریاست کې د دغو مشقونو دستورې ته تللې دي.

دا نه ده څرګنده چې سمر خان کله نیول شوي او د اسلام اباد لخوا هم لا په دې اړه څه نه دي ویل شوي .
XS
SM
MD
LG