د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملانذیر ډله د ترهګرو تور لیست کې راغله


ملا نذیر په ډرون برید کې ووژل شو
ملا نذیر په ډرون برید کې ووژل شو


مجیب الرحمان انګار مشال راډيو


په هغه اعلامیه کې، چې د متحدو ایالاتو دبهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې راغلي، چې دغه ډله او دهغې اوسنی مشر ملنګ وزیر د ترهګرو په ځانګړي لیست کې شامل کړل شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ملنګ وزیر او دهغه د ډلې ټولې شتمنۍ به کنګلېږي او هیڅ امریکايي نه شي کولی له هغوی سره داسې اړیکې ټینګې کړي، چې د دې ډلې په ګټه وي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه ډله په وزیرستان او اخوا په افغانستان کې په ترهګرو پيښو کې ښکیل بللې او ویلي يې دي چې دترهګرۍ ځانګړي مرکزونه لري او همداراز ځانمرګي بریدګر هم روزي.

د اعلاميې له مخې د دې ډلې وسله والو په افغانستان کې پر امریکايي او ناټو ځواکونو ګڼې حملې کړې دي او مرګ ژوبله يې ور اړولې.

د دې ډلې پخوانی مشر قوماندان ملانذیر چې د اسلام اباد پلوی بلل کیده د روان میلادي کال د جنوري پر دویمه په جنوبي وزیرستان کې د بې پيلوټه امریکايي الوتکو په یوه برید کې ووژل شو.

نوموړی، چې په لومړي سر کې د تحریک طالبان پاکستان ځايي مشر و د داخلي اختلافاتو له وجې له دې ډلې نه لاره بیله او ځانته يې بیله ډله اعلان کړه.

هغه له حکومت سره تر ډزبندۍ وروسته په ۲۰۰۷ میلادي کال په جنوبي وزیرستان کې د ازبک جنګيالیو پر ضد وسله راپورته او له سیمې يې وتو ته اړ ایستل.

ملانذیر د تحریک طالبان برعکس په پاکستان کې د وسله والو فعالیتونو مخالف و او خپل ټول ځواک يې په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو پرضد کاراوه.

د متحدو ایالاتو دبهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همداراز راغلي، چې دملانذیر تر مرګ وروسته دې ډلې په افغانستان کې د القاعده ملاتړ اعلان کړی دی.

که څه هم ملانذیر کلونه وړاندې له تحریک طالبان پاکستان سره خپلې لارې بیلې کړې وې خو داسې ویل کیږي، چې په دې وروستیو کې د هغه او د حکیم الله مسید چې د طالبانو مشري کوي دپخلا کولو هڅې روانې وې.

دملانذیر ډله چې له افغان طالبانو سره خواخوږي او ښې اړیکې لري په جنوبي وزیرستان کې ګڼ وسله وال طالبان لري او تر ډیره په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو پرضد جنګیږي.
XS
SM
MD
LG