د لاسرسي ځای

تازه خبر

له مسلم لیګه د نګران وزیراعظم نوم وغوښتل شو


د پاکستان وزیراعظم راجه پروېز اشرف
د پاکستان وزیراعظم راجه پروېز اشرف


رابعه اکرم مشال راډيو

آسلام اباد:- د پاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف په قامي اسمبلۍ کې د مخالفې ډلې مشر چودري نثار علي خان ته ويلي دي چې د اسمبلۍ تر متېدو مخکې دې د لنډ مهالي وزيراعظم لپاره نومونه وړاندې کړي.


له وزيراعظم هاوسه جاري شوې خبر پاڼه وايی، تيره ورځ وزيراعظم راجه پرويز اشرف چوهدري نثار ته لیک استولی دی چې که مسلم ليګ نون د لنډ مهاله وزيراعظم لپاره حکومت ته نومونه د اسمبليانو تر متېدو یا تحليلېدو وړاندې ورنه کړل نو هغه به د ايين شق ٢٢٤ لاندې د لنډ مهاله وزيراعظم لپاره دا سلسله مخکې بيايي.

د لنډ مهاله وزيراعظم په اړه کله چې مشال راډيو د مسلم ليګ نون مرکزي وياند صديق الفاروق نه وپوښتل نو هغه وويل چې د وزيراعظم راجه پرويز اشرف خط د اپوزيشن ډلې مشر چودري نثار ته رسيدلی دی. په دې سلسله کې صلاح مشورې روانې دي. مسلم ليګ نون غواړي چې لنډ مهاله وزيراعظم دې غيرجانبداره وي او چې کله د مسلم ليګ نون له اړخه د نوم انتخاب وشو نو هغې اعلان به چودري نثار په خپله کوي.

،، زموږ کوښښ دی چې يو ديانت داره ، امانت داره ، غيرجانبداره او غير متنازعه تن لنډ مهاله وزيراعظم جوړ شي، چې څوک پرې ګوته اوچته نه کړي او هغه اليکشن کميشن سره يو ځای پاکې او صفا ټولټاکنې وکړای شي،،

د نګران وزيراعظم د انتخاب په اړه د سياسي چارو کارپوه خادم حسين وايې، د ده په اند په سياسي مشرتابه کې دومره سنجيدګي او پختګي راغلې ده چې په نومونو اتفاق کول به ورته مسله نه جوړوي.

،، د دوی په ځینو خبرو کې له يو بل سره اتفاق شوی دی لکه چې څنګه يې په اتلسم ترميم او د چيف اليکشن کمشنر په ټاکنو اتفاق وکړ، او داسې په نورو حوالو هم اتفاق شوی دی نو اميد دۍ چې د لنډ مهاله وزيراعظم لپاره به هم د دوی په مینځ کې اختلاف نه وي او که اختلاف راشي نو بيا نورې داسې لارې شته چې د هغې په بنياد لنډمهاله وزيراعظم راتلی شي خو دا به ښه وي چې داسي صورتحال راتلو نه مخکې دوی د لنډ مهاله وزيراعظم اتخاب وکړي،،

د ذکر وړ ده چې موجوده حکومت د مارچ مياشتې په مينځ کې به خپله ايني موده پوره کوي.
XS
SM
MD
LG