د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: ۲۴ ګنټو کې ۱۴ تنه ووژل شول


پرون موږ ویل، چې کراچۍ له وسلې پاکوو، نو همدې خلکو به ویل چې یوازې کراچۍ ولې له وسلې پاکېږي، په کار ده اول نور ملک له وسلې پاک کړل شي

کراچۍ : د پاکستان تر ټولو لوي ښار کراچۍ کې د تشدد پېښو زور نیولی دی. پولیس وایي د ښار په بیلا بیلو برخو په تېر یو شواروز کې ۱۴ کسان وژل شوي دي. د تشدد پېښې د ښار په کارادر،بلدیه ټاون ، لاینز اریا او نورو سېمو کې مخې ته راغلي دي.


د کراچۍ تر ټولو لوی سیاسي ګوند او په سند اسمبلۍ کې د حزب اختلاف تنظیم ایم کیو ایم په کراچۍ کې د زیاتې شوې بدامنۍ د مخنیوي په موخه دپوځ رابللو غوښتنه کړې ده . د یاد ګوند چارواکي وایي په کراچۍ کې پولیس او رینجر په امن راوستو کې پاتې راغلي دي نو ځکه پوځ راغوښتل دوي د امن د ټېنګښت په موخه اخري امید ګڼي. د ایم کیو ایم رهنما وسیم اختر په دې اړه وایي:

((دې حکومت تراوسه پورې امنیت رانه وستو، کلنګ اخیستنه او طالبګري په ښار کې زور اخیستی دی . امنیتي ادارې پخپله په دغو جرمونو کې لاس لري. د بشري حقونو د کمیشن رپورټ وګورﺉ چې وايي، په ښار کې ۱۱ فیصده جرمونو کې رېنجر ځواک ککړ دي. د پولیس هم دغه حال دی، د پاکستان په نورو برخو کې چې هم کله حالت دې ځای ته رسیدلی دی نو هلته پوځ رابلل شوی دی ))

کراچیوال په کراچۍ کې نشته، څوک سندیان ځانته وایي ، څوک مهاجر،څوک پښتانه او څوک نور نور، په کار ده چې دغه توپیر له منځه یووړل شي او دا له سیاسي لارې ممکن دی
کارپوه اختربلوڅ
په سند صوبه کې د پیپلز ګوند حکومت لري. د دغه ګوند چارواکي وایي، په کراچۍ کې بدامني د تېرو ۳۰ کلونو راهسې روانه ده او ددې ستونزې حل له پوځي نه بلکې له سیاسي لارې ممکن دی.

دیاد ګوند رهنما قادر پټيل په دې اړه له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل:

((ترڅو چې د کراچۍ پوځ ته د حواله کولو خبره ده نو چې تر پرون موږ ویل چې کراچۍ له وسلې پاکوو، نو همدې خلکو به ویل چې یوازې کراچۍ ولې له وسلې پاکېږي، په کار ده اول نور ملک له وسلې پاک کړل شي او بیا روسته کراچۍ پاکه کړل شي. کراچۍ کې د ډېرو ګوندونو د ټکراو جنګ دی او د دې حل په سیاسي خبرو اترو کې دی ))

څیړونکي وایي، د کراچۍ د امن لپاره مخکې هم پوځ راغوښتل شوی دی خو د هغې سره هم د کراچۍ ستونزه په مستقله توګه حل شوې نه ده. د سیاسي چارو کارپوه اختربلوڅ په دې اړه وایي:

(( د کراچۍ ښاریان په بیلابیلو ګوندونو او طبقو وېشل شوي دي، د پاکستان په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې د خرابو حالاتو اثر تر ټولو زیات پر کراچۍ شوی دی او دلته ډېر زیات خلک په کډه راغلي دي. دې حالاتو د کراچۍ ابادي له پخوا بېخي مختلفه کړې ده، کراچیوال په کراچۍ کې نشته، څوک سندیان ځانته وایي ، څوک مهاجر،څوک پښتانه او څوک نور نور، په کار ده چې دغه توپیر له منځه یووړل شي او دا له سیاسي لارې ممکن دی))

د هغه په خبره د کراچۍ د ټولو ښاریانو ګټې او ستونزې یو برابر ګڼل او دوی ته مساوي نظر کول هم د دې ښار د امنیتي ستونزو په هوارولو کې تر ډیره بریده مرسته کولای شي.
XS
SM
MD
LG