د عمران خان او طاهرالقادري پر ضد جمال شاه نهره نیولې
نومیالي پښتون هنرمند، مصور او موسیقار جمال شاه د عمران خان او طاهر القادري د احتجاجي ناستو او د ده په وینا د حکومت نا اهلۍ پر ضد نهره «نه خوړلو احتجاج» پیل کړی. د مشال راډيو خبریال پامیر ساحل سره په مرکه کې هغه وویل، چې د اسلام اباد خبریالانو مرکز په دې احتجاج کې له هغه سره نور هنرمندان هم ملګري دي