د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسود مشران د اسلام اباد لویې جرګې ته خپل دریځ وړي


مسود مشران د اسلام اباد لویې جرګې ته خپل دریځ وړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:08 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په اسلام اباد کې د خالي «شنبې» پر ورځ ۲۲م نومبر له قبایلي سیمو د بې کوره کړل شوو کډالو پر ستونزه د رابلل شوې لویې جرګې لپاره د جنوبې وزیرستان مسود قبایلو د خپلو مشکلاتو او دریځ وړاندې کولو په موخه یوه ۴۰ کسیزه استازې کمېټه ټاکلې چې په غونډه کې ګډون وکړي. ډاکټر شاهنواز شابي خېل د مسود جرګې په اړه له مشال راډيو سره خبرو کې وویل، چې هېڅوک د دوی د ستونزو پوښتنه نه کوي. دا لویه جرګه د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار خان د جمعیت اعلماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د جماعت اسلامي امیر سیراج الحق، د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو سره له لیدو وروسته رابللې چې له قبایلي سیمو د پوځي عملیاتو او تاوتریخوالي په پېښو کې د بې کوره کړل شوو کډوالو ستونزه د قبایلي سیمو له مشرانو او استازو سره د سلامشورې پس د پاکستان مرکزي حکومت ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG