د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو خپلمنځیو درزونو پس نور څه روان دي؟


د طالبانو خپلمنځیو درزونو پس نور څه روان دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:15 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په تېرو دوه ورځو کې د افغانستان تحريک طالبان په اړه خبرونه ډېر په چټکۍ سره اوړي. لومړی دا خبر خپور شو چې د تحريک طالبان مشر ملا عمر مړ دی. او بیا یو بل خبرو راغلی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په اسلام اباد کې کېدونکې خبرې وځنډول شوې، درېم خبر دا وو چې طالبانو د خپل مشر ملا عمر مړینه کره کړه. خو د دغه خبرونو په منځ کې بیا یو بل مهم خبر دا دی چې په طالبانو کې د اختلافاتو پخوانۍ ګنګوسې او رپوټونه په رښتيا بدل شو. د کوټي شوری یوه غړي ملا حسن رحماني د مشال راديو افغان څانګې له ازادۍ راډيو سره په مرکه کې د اختر منصور له مشرۍ سره اختلاف و ښود. دغه هره شېبه بدلېدونکو پرمختګونو ډېرې پټې خبرې را څرګندې کړې خو ډيري لا هم پټي پاته دي ډير نا تايد شوي خبرې يې تايد شوې، ډېرې ګنګوسې يې رښتيا کړې خو نورې ګنګوسې يې وزېږولې ډېرې اندېښنې يې لرې کړې خو ډيري نوري يې را پیدا کړې. اوس هم تصوير څه واضحه دی او څه تت دی. مشال رېډيو د خپلو اورېدونکو په ذهنونو کې پرتو سوالونو ته د ځواب ويلو لپاره د يوه ځانګړې بحث پرېکړه وکړه. په دې بحث کې د موضوع ډیر خبر شخصيونه رابلل شوې دي. په دوی کې سميع يوسفزی چې له تير شاوخوا پنځلس کلونو راهيسې د طالبانو چاري څاري او رپورټ کوي او څيړي، په کابل کې د شخړې او مطالعاتو مرکز څېړونکی حکمت الله اعظمي، او د شارجې مذهبي چارو وزارت کې دیني لارښود مفتي ذاکرالله ذاکري

XS
SM
MD
LG