د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا به خپل ملګری له لاسه ورکړي: حنا


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر
بشیر ګواښ، مشال راډیو


پراګ
- د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره وايي که امريکا د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان پر کار تنقيد همداسې جاري وساتي نو خپل يو ملګری به له لاسه ورکړي.

دا خبرې حنا رباني کر له هغه وروسته کړي چې د امريکا د ګډو ځواکونو مشر ایډمرل مایک ملن تور پورې کړی وو چې پاکستان، افغانستان ته ترهګري انتقالوي.

د پنجشنبې په ورځ امريکايي سينيټ ته په وينا کې د امريکا د پوځيانو مشر ايډمرل مايک ملن وويل چې د پاکستان استخباراتي اداره (آی ايس آی) له حقاني ترهګرې شبکې سره اړيکې لري.

مايک ملن پاکستان، افغانستان ته د ترهګرۍ پر انتقالولو کړ .

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کر بیا له پاکستاني ټيلي ویژن جیو نيوز سره په خبرو کې ويلي چې امريکا بايد پاکستان ځانته نه کړي.

د سپټمبر په ۱۳مه په افغان پلازمېنې کابل کې اورپکو د امریکا پر سفارت او د ناټو پر سر دفتر برید وکړ چې تر دې وروسته بیا د افغان و امریکايي ځواکونو او د اورپکو تر منځ تر ۲۰ ساعتونو جګړه روانه وه.

تر دې پېښې وروسته امریکا پر حقاني شبکې تور پورې کړ چې په دې بریدونو کې لاس لري او بیا ځېنو لوړ پوړو امریکايي چارواکو وویل د پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آی له حقاني اورپکې شبکې سره په دې برید کې مرسته کړې وه.
XS
SM
MD
LG