یک شنیه 29 مار 2015 سیمه ییزوخت 18:39

ځانګړې خپرونې / د یارانو مشال

ستاره یونس وايي : مینه وکړئ مینه ښه ده

د پښتو خوږژبې پنجابۍ سندرغاړې ستاره یونسد پښتو خوږژبې پنجابۍ سندرغاړې ستاره یونس
x
د پښتو خوږژبې پنجابۍ سندرغاړې ستاره یونس
د پښتو خوږژبې پنجابۍ سندرغاړې ستاره یونس
     
نجیب عامر- پراګ

۲۳ کلنه غنم رنګې ستاره یونس چې په پښتو ژبه په روانه سندرې وايي که چاته ونه وايي چې له اره پښتنه نه ده نو ښايي څوک به یې ونه مني ، ځکه چې هغې د پښتو موسیقۍ په میدان کې په لږه موده کې ډیر نوم پیداکړی دی.
 
ستاره وايي څلویښت کاله پخوا دهغې نیا اونیکه دپنجاب د سیال کوټ نه د روزګار په سلسله کې پېښورته راغلل او بیا هیڅ کله پنجاب ته ستانه نه شول. دوی په ځان پسې دپنجاب نه نورې ډیرې کورنۍ هم پېښور ته راولیږدولې.
 
دستاره یونس پلار استاذ یونس راهي دموسیقۍ غږولو له هنر سره تړلی وو ، همداوه چې خپله لوریې دسندرو ویلو ته تشویقه کړه.
 
ستاره وايي چې کله وړه وه نو دپلار نه به تښتیده او دموسیقۍ ریاض به یې نه کولو، خو نن چې هغه دشهرت په بام ولاړه ده دهغې مینه ناک پلار دتل لپاره له نړۍ سترګې پټې کړي دي.
 
دمشال راډیو سره د خبرو پرمهال ستارې وویل چې په پښتو ژبه سمې خبرې نه شي کولی خو مکمله پښتو سندره په یو ساعت کې د فلم ، ټي وي او یاهم د ریډیو لپاره ریکارډوي، هغه زیاتوي چې اول دشاعر سره د سندرې په محتوا ښه ځان پوهوي او بیا ترهغې وروسته خپل کار پیلوي.
 
نوموړې وايي اکثره د ښځینه سندرغاړو او ایکټرانو په اړه مشهوره وي چې دوی له یو بل سره کینه لري او د یوبل شهرت نه شي زغملی خو دا وايي زه داسې نه کوم ، زما د نورو ښځینه هنرمندانو سره ښه تعلقات دي دنازیه اقبال ، وږمې او نورو سره تګ راتګ لرم او د هغوی د اواز مینه واله یم.
 
دمشال راډیو د یو اوریدونکي د پوښتنې په ځواب کې ستاره یونس وویل چې تراوسه یې واده نه دی کړی او په نږدې راتلونکي کې کومه اراده هم نه لري ځکه چې غواړي د پښتو موسیقۍ په دنیا کې نور هم نوم وځلوي .
 
نوموړې داهم وویل چې تراوسه یې دسندرو دوه پټې خپرې شوي ، خو په انفرادي ډول یې هم ډیرې سندرې ویلي چې په بیلا بیلو ټي وي چینلونو وخت په وخت خپریږي.
 
ستاره یونس نه مې وپوښتل ولې یې په دې وروستیو کې داسې سندره هم یو فلم ته ریکارډ کړه چې دا ورکې وايي ( خودکشه دماکه یمه ) هغې راته وویل : خلک همدا سندره ډیره خوښوي ، ما دفلم لپاره دا سندره وویله او خلکو ډیره خوښه کړه ، اوس که څوک پرې تنقید کوي نو زه څه ویلی شم .
 
 هغې وویل خپلو مینه والو ته داپیغام ورکول غواړي چې مینه وکړۍ مینه ښه ده ، همدا پیغام ستاره یونس څه موده مخکې په یوه سندره کې هم خپلو مینه والو ته وړاندې کړی و.


ستاره یونس وايي : مینه وکړئ مینه ښه ده
ستاره یونس وايي : مینه وکړئ مینه ښه ده i
|| 0:00:00
...    
🔇
X

دا هم ولولئ

له فضل وهاب درد سره خبرې او د هغه سندرې

په دې خپرونه کې مو د خیبر پښتونخوا چارسدې له یوه مشر سندرغاړي فضل وهاب (درد) سره خبرې کړې دي. دی وايي، له وړوکتوبه یې موسیقي خوښېده او وروسته یې د کورنۍ په هڅونې د موسیقۍ زده کړې پیل کړې. تفصیل...

اروپا ته د ځوانانو کډوالي: ستونزې او د حل لارې

د ځوانانو غږ نننۍ خپرونه کې دا ځل اروپا ته د ځوانانو پر قانوني او غېر قانوني تګ بحث شوی دی. تفصیل...

Audio په پېښور کې د هنرمندانو ستونزو او پښتو ژبې ودې په اړه غونډه

د هنرمندانو حقونو لپاره کار کوونکی خالد خټک وايي، هڅه یې وکړه چې له کراچۍ د پاکستان یوه نومیالۍ هنرمنده عتیقه اوډو پېښور ته وروغواړي او په دې کې بریالی شو. خټک وايي، فرهنګ ته او کلتوري هلو ځلو ته زیات پام نه ورکول کېږي که نه ریښتیا دا دي چې د ناامنۍ په دې وخت کې د فرهنګي هلو ځلو ډېره اړتیا ده. تفصیل...

ټولنيزو رسنيو کې د پښتنو ځوانانو فعاليتونه او نوې تګلارې

د ځوانانو غږ خپرونه کې دا ځل په ټولنيزو رسنيو په ځانګړې توګه په فېس بُک کې د پښتنو ځوانانو پر فعاليت بحث شوی دی. په دې لړ کې د ټولنې په پرمختګ او تعميري هلو ځلو کې د فېس بُک د فعالينو رول او اغېز ته کتنه شوې ده. تفصیل...

حفیظ مالیار : په مساپرۍ کې هم فرهنګي هلې ځلې کوم

د یارانو مشال ددې اونۍ په خپرونه کې د افغانستان یو مشر او پيژندل شوی شاعر عبدالحفیظ مالیار مېلمه دی. نوموړي څو لسیزې پخوا د افغانستان په لغمان ولایت کې نړۍ ته سترګې غړولي. زدکړې یې په لغمان او کابل کې کړي. کلونه کلونه یې د افغانستان په ملکي او پوځي څ تفصیل...

مهم موضوعات