د لاسرسي ځای

تازه خبر

هیڅ افغان په پاکستان کې کډوال نه دی. افضل خان


د پښتنو یو ملت پالی سياستوال افضل خان لالا
د پښتنو یو ملت پالی سياستوال افضل خان لالا



د پاکستان سرکار لخوا په دغه هېواد کې ميشت افغان کډوالو د حثيت ختمولو پر فیصله د پښتونخوا ځینو سياستوالو لکه افضل خان لالا او آفتاب احمد خان شير پاو ډير سخت غبرګون ښودلی او په دې بيان یې سختې نيوکې کړيدي-

د پښتنو یوه ملت پالي سياستوال افضل خان لالا مشال ريډيو ته وويل چې هغه افغان کډوالو ته هیڅکله مهاجر يا کډوال نه وايي بلکې ټول پښتانه يو خلک دي او د يو پلار اولاد دي. تر څو چې په افغانستان کې امن نه وي راغلی نو داسې ګام به پاکستان و افغانستان دواړو ته زیان ورسوي-

افضل خان لالا زیاتوي، افغان کډوال دلته مهاجر نه دي دده په خبره که څوک له هند يا بل کوم هيواد نه راځي نو هغه به مهاجر وي،خو دا خاوره د افغانانو د پلار نيکه خاوره ده او دا يو خلک او يوه خاوره ده، اوکله چې په لر افغان تکېف راغلی دی نو خلک بره تللي دي او چې کله بره تکليف راغلی دی نو خلک ښکته تللي دي-

د افضل خان لالا په وينا چې دا خلک دلته ځکه راغلي دي چې په دې منطقه کې په افغانستان و پاکستان يو شورش، يو تره ګري يوتباهي ده چې د هغې له وجې دوی خپل کورونه پرې ايښي دي او دلته راغلي دي ګني خپل کور څوک په مرګ هم نه پريږدي- خو اوس د دې حل دا نه دی چې فساد ختم شوی نه وي او کرښه را وکاږل شي چې بس دی او ځۍ-

د پاکستان پيپلز پارټۍ شير پاو ډلې مشر او آفتاب احمد خان شير پاو هم د افغان کډوالو په باب د پاکستاني سرکار پر بیان ناخوښۍ ښودلې.

نوموړي له مشال ريډيو سره په خبرو کې وویل دا کوم واقعات چې روان دي اوس یې ۳۰ کاله وشو، په دې کې خو د بې چاره افغان کډوالو لاس نشته. بلکې د سيمې او د نړيوالو واقعاتو له امله داسې حالت جوړ شو چې افغان کډوال دلته راغلل –نوموړی وايي چې پاکستان تل داسې یو ګام واخلي او بيا ترې روستو کېږي نوښه به دا وي چې پاکستان په وخت د داسي ګام پورته کولو نه په شا شي-

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د شميرو تر مخه دا وخت په پاکستان کې۱۸ لکه رجسټرډ افغان کډوال اوسيږي او څه شاوخوا لس لکه افغان کډوال داسې دي چې هغوی لا خپل ځان نه دی رجسټرډ کړی. او لا هم په کېمپونو کې شپږ لکه او دري شپيته زره کډوال ژوند تيروي-

XS
SM
MD
LG