د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا کې د طالبانو ضد ولسي پاڅون پيل شو


د افغانستان په لغمان کې هم ځايي ولس د طالبانو پر ضد راپاڅېدلی
د افغانستان په لغمان کې هم ځايي ولس د طالبانو پر ضد راپاڅېدلی



د پکتیکا ولایت په یحی خیلو ولسوالۍ کې ځايي خلکو د یو پراخ لاریون په ترڅ کې پر ولسي پاڅون لاس پورې کړ.

د مشال راډيو خبریال نجیب الله الوخېل د راپور له مخې ، په لاریون کې، چې شاوخوا دوه زره ځايي خلکو برخه اخیستې وه د یحی خیلو په ښار ګوټي کې وګرځیدل او دګاونډیو هیوادونو د مداخلو پرضد يې شعارونه ورکول .

پاڅون کونکي د یحی خیلو دښارګوټي په مرکزي څلور لاري کې تم شول او دوه تنو يې په خپلو خبرو کې وویل ،چې دوی دا لس کاله د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا په یو او بل نوم ځورول کیږي، وژل کیږي او د دوی د پرمختګ مخه نیول شویده.

دوی وویل، چې تر دې وروسته به هیچا ته اجازه ورنکړي، چې د دوی د پرمختګ او د اولادونو د روزنې مخه یې ونیسي . دوی تیارۍ څرګند کړ،چې د دې سیمې د ټولګټو تاسیساتو او پرمختیايي پروژو به د خپل سر په بیه ساتنه وکړي. د دې لاریون او حرکت د اعلان لپاره حکومتي عسکرو کلک امنیتي تدابیر نیولي ول.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د یو شمیر ولایتونو وروسته د پکتیکا په پراخه ولایت کې دا لومړنۍ ولسي پاڅون دی، چې د یحی خیلو په سرحدي ولسوالۍ کې پیل شو.

XS
SM
MD
LG