د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا او فاټا: ۸۳۹ سکولونه تباه



مجید بابر مشال راډيو

پراګ:- په پاکستان کې د شخړو څارونکې اداري) کنفليکټ مانيیټرینګ سنټر) په خيبر پښتونخوا او قبايلی سيمو کې په تيرو دريو کالو کې د وسله والو لخوا په مکمله او جزوي توګه د ورانو شوو سکولونو په اړه يو تازه راپور خپور کړی دی. په راپور کې راغلي دي چې له ۲۰۰۹م کاله تر ۲۰۱۲م کاله پوري په خيبر بښتونخوا او د وفاق تر انتظام لاندې قبايلي سيمو کې څه نا څه ۸۳۹ سکولونه وران کړل شوي دي.

راپور زياتوی چې ترهګرو يوازې په تير يوه کال کې په خيبر پښتونخوا کې ۵۲ او په قبايلي سيمو کې ۲۹ سکولونه په بارودو الوځولي او تباه کړي دي.

په اسلام آباد کې د شخړو څارونکې اداري ډايریکټر عبدالله خان نه وپوښتل چې د سکولونو په اړه ددغه راپور تر څنګ آیا دوی د دې په سببونو هم کومه څیړنه کړې ده چې وسله وال يوازې په پښتون میشته سيمو کې سکولونه ولې په نښه کوي؟. نو دی وايي .


”دا داسي يوه وجه ښکاري چې د وسله والو د موجوده نصاب تعليم په اړه تنګ نظره فکر څرګندوي، او هغه خبره چې ګوندې دوی ځکه سکولونه په نښه کوي چې په دغو سکولونو کې پوځ کېمپونه جوړ کړي دي او د هغې د رد عمل په توګه يې په نښه کوي، نو د مثال په توګه صوابي ضلع کې خو نه د وسله والو روزينيز کېمپونه شته نو دغه سيمه کې پوځ ځاي پر ځاي دي، او تر ټولو زيات سکولونه دغه سيمه کې تباه شوی دي، نو دا څرګندوي چې وسله وال د سکولونو موجوده نصاب تعليم په لادينيت مبنی ګني حالانکې په پاکستان کې چې کومه لبرل طبقه ده هغه پدغه نصاب تعليم باندې هم نيوکې کوي او وايي، چې په دغه نصاب کې مذهب ته ډير ځای ورکړل شوی دی، او بله دا چې سکولونه يوازې د خيبر پښتونخوا په پښتون میشته سيمو کې په نښه کېږي، خو په هزاره، ايبټ آباد، هري پور او مانسهره کې سکولونه بالکل نه دي تباه شوي. “


په راپور کې راغلي دي، چې په تير يوه کال کې د قبايلي سيمو په مومندو کې تر ټولو زيات ۱۶ سکولونه تر دې راپور تر برابرولو تباه کړل شوی دي، د دې تر څنګ په خيبر کې نهه ، او په باجوړ، شمالي او جنوبي وزير ستان کې یو یو سکول ترهګرو تباه کړی دی. خو په پیښور کې د قبايلي سيمو لپاره د تعليم د څانګی ډايريکټر جنرل محمد هاشم خان بيا په قبايلي سيمو کې په تيرو څو کلونو کې د تبا ه شویو سکولونو شميره زياته ښيي او وايي، چې

”زه له دې سره راپور سره ځکه اتفاق نه کوم چې په قبايلي سيمو کې موږ سره د وسله والو له خوا په بمي بريدونو کې د تباه کړل شوو سکولونو شميره څه نا څه ۴۸۰ اتیا جوړيږي، او په شمالي او جنوبي وزير ستان کې يو سکول هم نه دی تباه کړل شوی، او دا ده چې د وسله والو پر ضد په پوځی عملياتو کې څه سکولونو ته زيان رسيدلی دی، خو د هغي د بيا رغونې لپاره موږ سره باقاعده يو پروګرام شته، او د متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او نورو بيلا بيلو مرستندويه ادارو سره په دې لړ کې زموږ خبرې هم روانې دي، البته په مومندو او باجوړ کې موږ په ۷۷ سکولونو کار هم پیل کړي دي او تقريبا دولس سکولونه شروع شوي هم دي."

عبدالله خان وايي، که څه هم د پنجاب او کشمير په ځینو سیمو کې له تيرو څو لسيزو راهیسي د جهادي کېمپونو او د دغه جهادي مفکوري سره تړلې ډيرې ډلي شتون لري خو هغوی چېرې هم سکولونه نه دي په نښه کړي او د ده په خبره د هغي وجه دا ده چې هغه وسله والو په جديد نصاب تعليم مبني سکولونو کې ذده کړې تر لاسه کړې او په قبايلي سيمو او خیبر پښتونخوا کې چې کوم وسله وال دي هغوی د مذهبي مدرسو نه فارغ دي او جديد نصاب تعليم ته د لادينيت په نظر ګوري.
XS
SM
MD
LG