شنبه 25 مې 2013 سیمه ییزوخت 18:50

افغانستان

ملګرو ملتونو د افغان دولت غوښتنه رد کړه

د حرفواندازه - +


ملګروملتونو د افغان حکومت هغه غوښتنه ردکړې چې په زندانونو او حراستونو کې دې د بندیانو د شکنجې په اړه زیات مالومات ورسره شریک کړي.

پرون په کابل کې د ملګروملتونو دفتر  یوناما د بشري حقونو د څانګې مشرې  ویلي چې د اصولو له مخې دا اداره د هغو کسانو نومونه نه شي په ډاګه کولای چې په زندانونو کې یې د سختې شکنجې او بد سلکوک په اړه دوی ته معلومات ورکړي دي.

د افغانستان په یو شمیر زندانونو کې د بندیانو د شکنجې او بد سلکوک په اړه د ملګروملتونو د رپوټ له خپریدو وروسته افغان ولسمشرحامد کرزي امرکړی چې حکومت دې په دې اړه له یوناما سره یوځای څیړنې وکړي.

د یوناما چارواکي وایي، له افغان حکومت سره د نورو اسنادو د شریکو لپاره اړتیا ځکه نشته چې مخکې یې په دې اړه کافي شواهد اواسناد ورکړي دي. او په خپل رپوټ کې یې د هغوی نظرځای کړی دی.

دا هم ولولئ

Audio د سندرو امېل (د ډاکتر صاحب شاه صابر یاد غونډه)

د پېښور او جلال اباد فرهنګیانو په دې وروستیو کې ګډې غونډې پیل کړې دي چې په کې د پښتنو نومیالي شخصیتونو ته درناوی ښودل کېږي او د هغوی په اړه ولس ت تفصیل...

Audio ” بدني نیمګړتیا د زده کړو مخه نه نیسي”

د نننۍ ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې به د لاس ګل په نامه د تنظيم مشر خبرې واورۍ او دا به هم واورۍ چې په پيښور کې مېشت بې وسه او په بدن معزوره تفصیل...

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...

مهم موضوعات