چار شنبه 1 اپر 2015 سیمه ییزوخت 08:05

افغانستان

خوست: طالب کمندان ملا غني ووژل شو

x


د خوست ولایت دصبریو ولسوالۍ اړوند دیعقوبیو په ښارګوټي کې نن (د چارشنبې ورځ)  نږدې 12 بجې دماین چاودنه شوې ،چې په کې  ۲ ماشومان وژل شوي او۴ نور ټپیان دي. د صبریو ولسوال زرمعید مخلص مشال راډیو ته وویل ،چې د دولت وسلوالو مخالفینو دیعقوبیو په ښارګوټي کې ماین ښخ  کړی وو، او کله چې د پولیسو رینجر موټر د ماین نږدې سیمې ته ورسید، چاودنه وشوه، نو مرګ ژوبله یې رامنځته کړه.

دصبریو ولسوال زیاتوي، چې سیمې ته امنیتي کسان رسیدلي او د پيښې پلټنه کوي. د خوست والي عبدالجبار نعیمي په یوه خپره کړې پاڼه کې  پيښه  په سختو ټکو غندلې  او دا عمل يې د سولې او هیواد د دښمنانو کار بللی دی. څه موده مخکې هم  د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې دملي اردو په پلي ګزمه  بمي چاودنه شوې وه  ،چې له کبله يې دوه تنه ولسي افغانان وژل شوي او ۵ تنه نور یې ولسي کسان یې  ټپيان کړي ول.

بلخوا په خوست کې دملي اردو د لومړۍ لواء مطبوعاتي دفتر مشال راډیو ته وویل ،چې نن سهار خوا او شاه  اووه بجې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ دمنځۍ په کلي کې د دولت د وسلوالو مخالفینو له خوا د ملي اردو په ګزمه برید شوی، چې وروسته د ملي اردو په ځوابیه ډزو کې د طالبانو یو مشهور قوماندان ملاغني  وژل شوی دی.

نوموړي دفتر وویل ،چې له بریدګرو څخه د ملاغني مړی د پيښې په ځای کې پاته  شوی،چې د وروسته د ملي امنیت ادارې ته سپارل شوی دی، له نوموړي قوماندان سره کلاشینکوف ،مخابره او نور وسایل هم موجود وو. دخوست ولایت امنیتي مسوولین وايي ،چې په یادو دواړو پيښو کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

تردې مهاله وسلوالو طالبانو د دواړو پيښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. 
 

دا هم ولولئ

د کلتور او هنر وده: د پښتونخوا حکومت کارونه او د پوهانو انتقادونه

البته د پښتو نومیالی سندرغاړی ګلزار عالم وايي، حکومت ژمنې کوي خو پوره کوي یې نه. دی وايي، د کلتور له وزیر سره یې خبرې وکړې او وزیر ورته ویلي چې د هنري او ادبي هلو ځلو لپاره په میلیونونه روپۍ لري، خو په عملي توګه د حکومت کار نه ښکاري. تفصیل...

له فضل وهاب درد سره خبرې او د هغه سندرې

په دې خپرونه کې مو د خیبر پښتونخوا چارسدې له یوه مشر سندرغاړي فضل وهاب (درد) سره خبرې کړې دي. دی وايي، له وړوکتوبه یې موسیقي خوښېده او وروسته یې د کورنۍ په هڅونې د موسیقۍ زده کړې پیل کړې. تفصیل...

اروپا ته د ځوانانو کډوالي: ستونزې او د حل لارې

د ځوانانو غږ نننۍ خپرونه کې دا ځل اروپا ته د ځوانانو پر قانوني او غېر قانوني تګ بحث شوی دی. تفصیل...

Audio په پېښور کې د هنرمندانو ستونزو او پښتو ژبې ودې په اړه غونډه

د هنرمندانو حقونو لپاره کار کوونکی خالد خټک وايي، هڅه یې وکړه چې له کراچۍ د پاکستان یوه نومیالۍ هنرمنده عتیقه اوډو پېښور ته وروغواړي او په دې کې بریالی شو. خټک وايي، فرهنګ ته او کلتوري هلو ځلو ته زیات پام نه ورکول کېږي که نه ریښتیا دا دي چې د ناامنۍ په دې وخت کې د فرهنګي هلو ځلو ډېره اړتیا ده. تفصیل...

ټولنيزو رسنيو کې د پښتنو ځوانانو فعاليتونه او نوې تګلارې

د ځوانانو غږ خپرونه کې دا ځل په ټولنيزو رسنيو په ځانګړې توګه په فېس بُک کې د پښتنو ځوانانو پر فعاليت بحث شوی دی. په دې لړ کې د ټولنې په پرمختګ او تعميري هلو ځلو کې د فېس بُک د فعالينو رول او اغېز ته کتنه شوې ده. تفصیل...

مهم موضوعات