د لاسرسي ځای

تازه خبر

"جان کېري د پاکستان خواخوږی دی"


جان کېري د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر ګمال کېږي
جان کېري د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر ګمال کېږي


ګل آیاز مشال راډيو

پراګ:- پاکستان وايي، د امريکا د بهرنو چارو د نوي وزيرپه توګه د جان کېري ټاکنه یو مثبت ګام دی او له دې سره به د دواړو هيوادونو ترمينځ اړيکي لا نور پياوړي شي.

د امريکا سېڼېټ پرون(نهې ورځ) په څرګند اکثريت سره جان کېري د دغه هيواد د راتلونکې بهرنيو چارو وزير په توګه منلی دی. جان کېري به د جمعي پر ورځ خپله نوې ذمه واري ترلاسه کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند معظم احمد خان له مشال راډيو سره په خبرو کې هيله څرګنده کړه چې جان کېري به د پاکستان او د امريکا ترمنيځ اړيکو کې نور ښه والی راولي.

نوموړي زياته کړه:

((موږ دې ته ډير په مثبت انداز ګورو، ځکه چې جان کېري د سېنېټ د مشر په حيث د امريکا او د پاکستان ترمينځ اړيکي ښه کولو کې ډير مهم رول ترسر کړي وو. د سيمي په اړه د هغوی پوه زياته ده. موږ هيله مند يوو په تعلقاتو کې به، چې اوس په يو مثبت لور روان دي، نور هم ښه شي))

جان کېري له دې وړاندې له پاکستان سره د پراخه همکاری یو بل چې ورته کېري لوګر بل ويل کيږي په ۲۰۰۹ کال کې وړاندې کړی وو.

دغه بل په ۲۰۱۰ کال کې منظور شوی وو چې ترمخه يې به امريکا تر ۲۰۱۴ کال پوري هر کال يو اعشاريه پينځه اربه ډالرو غير پوځي امداد پاکستان ته ورکوي.

په اسلام اباد کې د سيمه ايزه چارو کارپوه طلعت مسعود وايي، چې جان کېري له پاکستان سره خواخوږي لري نو د هغه راتګ به ښه نتيجې ولري.

((جان کېري د پاکستان له مسلو خبر دی. هغه د پاکستان او امريکا ترمينځ ښه اړيکو کې مهم کردار ترسره کړی دی. دا د پاکستان لپاره يو ښه خبر دی. خو په ۲۰۱۲ کال کې داسې پيښې وشوې چې د دواړه هيوادونو ترمينځ یې اړيکي پيچيلي کړل ول، خو زما په اند اوس اړيکي ښه شوي دي. دواړه هيوادونه دا خبره مني چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو نيټه رانزدې ده، نو په دې کې د پاکستان د مرستې زيات ضرورت دی، او د پاکستان په رويه کې هم بدلون راغلی دی))

خو په افغانستان کې کارپوهان وايي، چې د جان کېري ټاکنه به د سيمي پر حالاتو څه لوی بدلون رانه ولي. په کابل کې د سياسي چارو کارپوه نصر الله ستانکزی وايي، چې د امریکا په مخکېنۍ تګلاره کې د بدلون څرک نه تر سترګو کېږي.

((زه فکر نه کوم چې څه لوی اغېز به د امريکا په پاليسي کې د افغانستان په سياست او سټراتيجي په اړه د جان کېري په راتګ سره ولوېږي. بلخوا جان کېري هغه سړی دی، چې د امريکا په سېنېټ کې د بهرنيو چارو کميټۍ غړي وو، له هم هغه ځايیه یې د افغانستان په ارتباط، یا په مجموعو کې د امريکا د بهرني سياست په اړه په فیصلو او پريکړو کې لويه ونډه درلوده نو زه فکر نه کوم چې کوم لوی تغير به راشي))

سينټر جان کېري په ۲۰۰۴ کال کې د ولسمشرۍ لپاره د ډيموکرېټ ګوند کانديد وو، خو بريالی نه شو. نوموړي د امريکا په سينټ کې د بهرنيو چارو په کمېټه کې ۲۸ کاله کار کړی دی او اوس د هليري کلنټن پرځای د امريکا د بهرنيو چارو نوی وزیر راځي.
XS
SM
MD
LG