جمعه 24 مې 2013 سیمه ییزوخت 02:32

افغانستان

د اندړو لپاره طالب ولسوال ووژل شو

د غزني په اندړ ولسوالۍ کې وسلوال طالبان. ۲۰۰۹م کال
د غزني په اندړ ولسوالۍ کې وسلوال طالبان. ۲۰۰۹م کال
د حرفواندازه - +



افغان چارواکي وايي، تېره شپه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې په يو کور چاپه ووهل  شوه، چې په پايله کې يې د دغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی او دوه نور ملګري يې ژوندي نيولي دي.

چارواکي د طالبانو د وژل شوي ولسوال نوم حاجي ملا ښيي.

د اندړو ولسوال قاسم دېسيوال مشال راډيو ته وويل:((چاپه تېره شپه په اندړو ولسوالۍ کې وهل  شوې وه، ګمان کوم بهرنيو سرتېرو به وهلي وي، ځکه موږ ته يې په اړه نه وو، ويل شوي، د چاپي پر وخت د طالبانو او بهرنيانو تر منځ نښته هم شوې ده، چې په کې حاجي ملا ټپي شوی او وروسته يې د ټپونو له امله ساه ورکړې ده، د ده دوه ملګري، ژوندي نيول شوي، او د هغه مړی په روغتون کې پروت دی))

تر اوسه پورې لا وسله والو طالبانو په اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځې وړاندې هم په اندړو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو طالبانو تر منځ نښته شوې وه، چې په کې د طالبانو يو قومندان ملا غني او څلور نور وسله وال وژل شوي وو.

سید شاه سقیم  غزنی

دا هم ولولئ

Audio ” بدني نیمګړتیا د زده کړو مخه نه نیسي”

د نننۍ ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې به د لاس ګل په نامه د تنظيم مشر خبرې واورۍ او دا به هم واورۍ چې په پيښور کې مېشت بې وسه او په بدن معزوره تفصیل...

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...

Audio استاد شاولي د پښتو موسیقۍ یو اتل

د مشال ريډيو نننۍ خپرونه کې د پښتو د مشهور سندرغاړي استاد شاه ولي په اړه د خپرونو دريمه او آخري برخه اورئ. تفصیل...

مهم موضوعات