جمعه 25 اپر 2014 سیمه ییزوخت 10:52

خیبر پښتونخوا / قبایلي سیمې

کورمه: د ګوزڼ دوه کارکونکي ووژل شو

د حرفواندازه - +
په کورمه ایجنسۍ کې یوې بمي چاؤدنې ماشومانو ته د ګوزڼ  څاڅکې ورکوونکې ډلې دوه کارکوونکې وژلي دي.  چارواکي وایي،  چې دغه پیښه نن)زیارت ورځ) د بره کورمې ایجنسی په مالي خیلو سیمه کې هغه وخت رامنځ ته شوه چې  کله د روغتیا څانګې رضاکاران خپل کار ته په موټر سایکل سپاره ول.

د دوی په خبره چې له چاودنې سره سم دواړه کسان ځای پر ځای ووژل شول.

په سیمه کې د ګوزڼ  ناروغي ضد  کمپین مشر افسر ډاکټر محمد منیب مشال ریډیو ته وویل، چې دواړه کارکونکې ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي ورکولو لپاره روان ول چې چاودنه ورباندې وشوله. 

د هغه په خبره زیات ګمان دا کیږي چې پر دوی ماین چاودېدلی دی.  د چارواکو په خبره  د پیښې په اړه تحقیقات روان دي.