د لاسرسي ځای

تازه خبر

مېډيا آزادي،افغانستان مخ ته پاکستان شاته


د بې پولې خبریالانو (Reporters Without Borders) لخوا د مطبوعاتو د آزادۍ په باب خپره شوې یوه حدبندي ښيي، چې سږ کال افغانستان په دې فهرست کې ۲۲ م ځای ته ختلی دی. د دوی په وینا ښه خبر دا دی چې په دغه هېواد کې هیڅ یو خبریال په زندان کې نشته.

په پېرس کې میشته د رسنیو څار ډله وایي، چې افغانستان ۱۲۸م نمبر ته راغلی دی، خو دغه هیواد له ګڼو ننګونو سره مخامخ دی چې په کې په خاصه توګه د بهرنیو عسکرو وتل راځي.

په پاکستان کې د خپلې دندې پر مهال د خبریالانو او انټرنېټ کارونکو وژل کېدو دغه هېواد پروسږ کال ۱۵۹ مې درجې ته وړی وو، چې د دغه هېواد پر درجه بندي یې بې شانه اغېز پرې اېښی دی.

بلخوا د مقدونییا هېواد د ۲۲ درجو په ټیټېدو سره ۱۱۶م نمبر دی تللی دی چې سببونه یې په ناوړه توګه له رسنیو لایسنسونه بیرته اخیستل او د خبریالانو لپاره د سازګار چاپېریال نشتوالی دی.

روس هم دغه شان د شپږ درجو په ټیټېدو سره ۱۴۸ م نمبر ته لوېدلی دی. چې علت یې په ساري ډول د مخالفو مظاهره چیانو پر وړاندې د ځورونو زیاتېدل ښيي.

په دغه نوملړ کې ترکمانستان له ۱۷۷مې درجې سره پر دریم نمبر راغلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG