چار شنبه 22 مې 2013 سیمه ییزوخت 11:53

پاکستان

طالبان ولې د علماء کانفرنس مخالف دي؟

د حرفواندازه - +


عبدالحی کاکړ مشال راډيو

پراګ:- په  پاکستان کې د افغانستان سفير وايي، د دواړه هيوادونو په کچه د ديني عالمانو کانفرنس ځنډول شوی او اوس به په فبرورۍ  میاشت  په کابل کې ترسره کيږي.

د پاکستان او افغانستان د دينی عالمانو ګډ کانفرنس په افغانستان کې له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره د بيا پخلاينې د عمل يوه برخه بلل کيږي چې ورته د امريکا او نورو نړیوالو  ملاتړ ترلاسه دی.

د دواړو هيوادونو د رسمي اعلان سربيره هم د جنوري په مياشت کې  دغه کانفرنس جوړ نکړل شو خو په اسلام آباد کې د افغانستان سفير عمر داودزی د پنج شنبې په ورځ له مشال ريډیو سره په مرکه کې وویل،  کانفرنس به اوس په فبرورۍ  مياشت کې ترسره کیږي.

دده په وينا د ځنډ  اصل وجه د پاکستان له لوري د جنوري تر پايه د کانفرنس لپاره د تياري نه درلودل وو خو اوس يې يوه څلور کسيزه تنظيمونکې ډله جوړه کړي ده نو  کانفرنس به په فبروري مياشت کې کيږي. خو البته نوموړي  دقيقه نيټه په ډاګه نه کړه.

کله چې  د پاکستان او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو تيره مياشت په اسلام آباد د ديني عالمانو د کانفرنس رابللو اعلان وکړی نو افغان طالبانو سخت غبروګون و ښودلی.

طالبان دريځ لري،  افغان حکومت او لويديځوال د ديني عالمانو کانفرنس په خپله ګټه استعمالول غواړي. خو پوښتنه دا ده چې داسې يو ګام طالبان ولې انديښمن کړي دي.؟

د افغانستان د سياسي چارو کارپوه وحيد مژده وايي،  د ځانمرګي بريدونه شرعي او غير شرعی حیثيت د طالبانو  لپاره د انديښنې وړ خبره ده.

نوموړی زياتوي ځانمرګي بريدونه چې طالبان يې (  انتهاري حمله)  بولي د غربيانو پر ضد يې يوه موثره وسله ګڼي. د ده په خبره داسې ښکاري تر څو په افغانستان کې بهرنيان وي طالبان به ښايي له ځانمرګو بريدونه لاس وانخلي.

د وحيد مژده په خبره هم دا وجه ده، طالبان داسې کانفرنسونو ته اجازه نه ورکوي چې په کې د ځانمرګو بريدونو پر ضد يو څه نظر مخې ته راځي.

ځيني کارپوهان بيا په دې نظر دي چې د دينی عالمانو  تجويز شوی کانفرنس کیدلی شي په افغانستان کې د طالبانو د جګړې لپاره ځان ته ورکړی اسلامي جواز يا مشروعيت هم له مينځه يو سي.د سيمي د چارو کارپوه سميع يو سفزی هم په دې فکر دی.

نوموړي مشال ريډيو ته وويل، په افغانستان کې طالبانو دا يوه مذهبي جګړه ګرځولې ده او ورته د اسلام او کفر جګړه وايي، او هم له دې وجې  جګړه مار  په خپلو ليکو کې داخلوي.

ده زياته کړه ( نو په داسي حال کې ديني عالمان که هغه د نړی ، که د سيمي يا بيا د افغانستان او پاکستان په کچه وي سره کينې او په دې موضوع له اسلامي پلوه بحث وکړي نو زما په فکر د دې به ډيرۍ ښه نتيجې مخې ته راشي)

خو د دې ټولو خبرو سربيره د پام وړ خبره د ديني عالمانو د کانفرنس ايجنډا، د دې کړه وړه او پکې ددواړو هيوادونو د مهمو ديني عالمانو ګډون هم دی. په پاکستان کې  افغان سفير عمر داودزی مشال ريډيو ته په دې اړه وويل چې دا هرڅه به د دواړو هيوادونو تنظيمونکې ډلي تشريح کوي.

دا هم ولولئ

Audio ” بدني نیمګړتیا د زده کړو مخه نه نیسي”

د نننۍ ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې به د لاس ګل په نامه د تنظيم مشر خبرې واورۍ او دا به هم واورۍ چې په پيښور کې مېشت بې وسه او په بدن معزوره تفصیل...

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...

Audio استاد شاولي د پښتو موسیقۍ یو اتل

د مشال ريډيو نننۍ خپرونه کې د پښتو د مشهور سندرغاړي استاد شاه ولي په اړه د خپرونو دريمه او آخري برخه اورئ. تفصیل...