یک شنیه 26 مې 2013 سیمه ییزوخت 12:38

بلوچستان

بلوچستان: د ګورنر واکمنۍ ضد هړتال

د حرفواندازه - +


جمیعت علماء اسلام (ف (او بلوچستان نېشنل ګوند (عوامي) په بلوچستان کې د ګورنر واکمنۍ پر ضد نن د کاربندیز اعلان کړی دی.

د مشال راډیو خبریال وايي، تر دې مخکې  هم دغه دواړو ګوندونو د جنورۍ پر ۲۵مه په ټوله صوبه کې د کاربندیز اعلان کړی وو.

خو د کوټې سوداګرانو، ځینو سیاسي ګوندونو او د ټرانسپورټرانو اتحادیې د هړتال مخالفت کړی دی.

د روانې میاشتې  د جنورۍ پر لسمه د کوټې ښار په مېزان چوک او علمدار روډ کې درې درنې چاودنې وشوې چې په کې په لسګونه کسانو نه ته مرګ ژوبله اوښتې وه. په وژل شویو کې ډېری د شییعه مسلک هزارګان ول چې بیا وروسته له خپلو مړو سره احتجاجي ناسته وکړه او په صوبه کې یې د ګورنر واکمنۍ غوښتنه وکړه.

د پاکستان فېډرالي حکومت تر دې وروسته په بلوچستان کې  د اعلا وزیر نواب اسلم رییساني حکومت ړنګ کړ او ګورنر ته یې د صوبې ټول انتظامي واک وسپاره.

دا هم ولولئ

Audio د سندرو امېل (د ډاکتر صاحب شاه صابر یاد غونډه)

د پېښور او جلال اباد فرهنګیانو په دې وروستیو کې ګډې غونډې پیل کړې دي چې په کې د پښتنو نومیالي شخصیتونو ته درناوی ښودل کېږي او د هغوی په اړه ولس ت تفصیل...

Audio ” بدني نیمګړتیا د زده کړو مخه نه نیسي”

د نننۍ ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې به د لاس ګل په نامه د تنظيم مشر خبرې واورۍ او دا به هم واورۍ چې په پيښور کې مېشت بې وسه او په بدن معزوره تفصیل...

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...