د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنګو کې ځانمرګي برید ۱۹ تنه وژلي ګن ژوبل


د خيبر پښتونخوا په هنګو کې یوه ځانمرګې حمله شوې ده چې په کې ۱۹ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر ژوبل دي.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، پېښه نن د هنګو په پټ بازار کې شوې ده.


د روغتون چارواکو له وینا سره سم، په دې چاودنه کې ۳۳ کسان ژوبل شوي هم دي.

پولیس وايي، د هنګو په پټ بازار کې دغه ځانمرګی برید په یوه جومات کې د جمعې تر لمانځه وروسته شوی دی.

تر اوسه هیڅ یوې ډلې د پېښې پړه نه ده منلې.

چارواکي وېره څرګندوي چې د ځینو ژوبلو حالت خراب دی. پټ بازار د هنګو یو وړوکی بازار دی چې په کې د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه وي.

د چاودنې په اړه نور تفصیلات په خپرونه کې اورېدای شئ.
XS
SM
MD
LG