شنبه 25 مې 2013 سیمه ییزوخت 17:05

بلوچستان

د ګورنر راج ضد بلوچستان کې پیه جام

د حرفواندازه - +



خدای نور ناصر مشال راډيو

کوټه:- په بلوچستان صوبه کې نن(جمعې ورځ)   د ګورنر راج پر ضد مخکنیو حکومتي ګوندونو جمعیت علماء اسلام ف او بلوچستان نېشنل ګوند عوامي ډلې پیه جام هړتال اعلان کړی دی، چې له وجې د صوبې ګڼې لويې لارې تړل شوې دي، او پر سړکونو ټرافیک د معمول په څير نه دی.

بلوچستان د پخواني صوبايي حکومت د معطلېدو او ګورنر راج د لګېدو پر ضد مخکیني واکمن  ګوندونه لا هم پر احتجاج دي. دوی د جنورۍ پر پنځه ویشتمه نېټه په ټول بلوچستان کې شټر ډاون هړتال کړی وو. د جمعیت علماء اسلام سینیټر حافظ حمدالله له مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې ټوله لويې لارې تړل شوې، چې د ده په وینا همدا د ګورنر راج پر ضد د خلکو احتجاج دی.

؛ ددې صوبې ټولې لويې لارې خلکو په خپله تړلې دي. هم په بلوڅ میشتو سیمو کې پیه ولاړه ده او په پښتون میشتو سیمو کې په سړکونو د پخوا په څير موټرې نه ښکاري. ټولې لوی سړکونه بند دي. او د کوټې تلونکي او راتلونکي ټول اورګاډي هم بند دي. او زموږ غوښتنه ده، چې پخوانی صوبايي حکومت دې ژر تر ژره بحال کړل شي؛

له دې سره چې د ټرانسپورټر اتحاديي او ځینو سیاسي ګوندونو ددې هړتال مخالفت کړی. حافظ حمدالله له مشال سره په خبرو کې زیاته کړه. هغه ګوندونه چې د ګورنر د واکمنۍ په حق کې دي، په اينده کې دې د جمهوريت خبرې نه کوي.

؛ د هر سیاسي ګوند خپل نظر دی. او هغه د دې حق لري، چې څه يې په زړه کې وي، ووايي. خو پوښتنه دا ده، دغه ګوندونه چې د يوه ډیکټېټر پر ضد وو، نن څنګه د ګورنرراج  په حق کې دي. هغو ګوندونه چې د جمهوريت خبرې به يي کولې، نن ولې د جمهوري حکومت په نړېدو خوشاله دي. موږ دا وايو، هر څوک چې هر څه وايي؛ پرهغه دې  ودرېږي؛.

د بلوچستان صوبايي حکومت له هغه وروسته نسکور کړل شو چې کله د جنورۍ  میاشتې پر لسمه نېټه په کوټه ښار کې درې درنې چاودنې وشوې چې په کې تر سلو زیات کسان وژل شوي ول او تر ۱۵۰ زیات ژوبل ول، په هغوی کې ډېری وژل شوي  شییعه مسلکه هزاره توکمي ول او وروسته بیا د وژل شویو کورنیو غړو په همدغه کې ښار کې له خپلو مړیو سره څلور ورځې احتجاجي ناسته وکړه او غوښتنه یې کوله چې صوبايي حکومت دې ختم کړل شي او پر ځای دې ګورنر راج ولګول شي. د دغه احتجاجو په غبرګون د پاکستان وفاقي حکومت د د تېرې جنورۍ میاشتې پر ۱۴مه نېټه صوبايي حکومت نسکور کړ او پر ځای یې ګورنر واکمني راوستله.

دا هم ولولئ

Audio د سندرو امېل (د ډاکتر صاحب شاه صابر یاد غونډه)

د پېښور او جلال اباد فرهنګیانو په دې وروستیو کې ګډې غونډې پیل کړې دي چې په کې د پښتنو نومیالي شخصیتونو ته درناوی ښودل کېږي او د هغوی په اړه ولس ت تفصیل...

Audio ” بدني نیمګړتیا د زده کړو مخه نه نیسي”

د نننۍ ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې به د لاس ګل په نامه د تنظيم مشر خبرې واورۍ او دا به هم واورۍ چې په پيښور کې مېشت بې وسه او په بدن معزوره تفصیل...

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...