د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناروې پارلمان نوبل جایزې ته د ملالې نوم ورکړ


ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ

اوسلو د واکمن لېبر ګوند وېب سایټ

ملاله یوسفزۍ چې د طالب ضد مقاومت څلی ګرځېدلی، د ناورې پارلمان یې د ۲۰۱۳م کال د نوبل جایزې لپاره د نوبل امن جایزې کمېټې ته نوم ورکړی دی.

په ناروې کې د واکمن کارګر ګوند پارلماني غړو فریډي دې رویټر، ګوم کیېرنلي او ګامني رومېتوییت د ناروې نوبل کمېټې ته چې نوبل امن پرایز جایزه ورکوي د ملالې یوسفزۍ نوم ورکړ.

پارلماني غړو ویلي دي، چې ملالې د نجونو د تعلیمي حقونو لپاره په ژمنیتا سره مبارزه کوله، ځکه خو تندلارو ترې خطر احساسول او د هغې وژلو ته یې مخه کړله. دوی وايي، چې د ۲۰۱۳م کال نوبل امن جایزه باید ملالې ته د هغې پر زړورتیا ورکړل شي چې په ننګه یې د تعلیم لپاره مبارزه کړې.

د ناروې یوه پارلماني غړي چې د ملالې نوم یې نوبل امن کمېټې ته وړاندې کړی، وايي،”چې د ملالې پېښې د ټولې دنیا پر خلکو اغېز پرې اېښی. دا د نوی کل استازې ده چې ټولنیزه مېډیا کاروي او له همدې لارې دوی لروبر د نجونو حقونو او د برابرۍ مواقعو لپاره د غږ پورته کونکو پېغامونه ترلاسه کوي. “

پارلماني غړي باور لري، چې ملاله له هره پلوه د دغه انعام ګټلو جوګه ده. هغه د ورانونکو ځواکونو پر وړاندې چې د ډموکراسۍ، برابرۍ او بشري حقونو مخه نیسي یو مهم څلی ګرځېدلې ده.

دا چې نوبل امن جایزې کمېټه د ناورې پارلمان لخوا ټاکل کېږي، نو د ناورې پارلماني غړو له لوري د ملالې نومونه ډېره مهمه ده او ښايي د کمېټې پر پرېکړه اغېز وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG