د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستان سره باید مرستې جاري وساتل شي، راسموسن


ژباړه: فرخنده وزیر
سرچینه: ډي پي اې

د جرمنې خبري ایجنسي ډي پي ای لیکې، د نیټو جنرل سیکټري اندرس فوغ راسموسن ویلي، باید نړیوال هیوادونه د افغانستان له پاره خپلې مرستې کمې نکړی.

د خالې په ورځ اندر فوغ راسموسن په امریکا او یورپي هیوادونو غږ وکړ، چې د ۲۰۱۴م کال وروسته باید د افغانستان سره مرستې جاري وساتل شي.

راسموسن وویل، په افغانستان کې چې دوی څه حاصل کړي دي، د هغې د ساتلو لپاره منصوبه بندي ضروري ده.

راسموسن دا خبرې په جرمنې کې د امنیت په اړه په یو کنفرانس کې د ګډون په وخت کړي. هغه وویل، په افغانستان کې امنیتې خطرې او چیلنجونه دې ته انتظار نه کوي، چې مونږ دې خپلې اقتصادي مسلې هوارې کړو.

راسموسن دا خبرداری هم ورکړ، امریکا او یورپي هیوادونه چې دا وخت د اقتصادي پرمختګ لپاره هڅې کوي، او په افغانستان کې د لګښتونو کموالی به په را روان وخت کې دوی د لا نورو مسلو سره وړاندې کړي.

ده وویل، زیاته یي کړه دوی داسې د سوړ جنګ وروستو په بلکان کې ولیدل، کله چې دوی په پوره توګه د چیلنجونو د مقابلې لپاره تیار نه وو.

راسموسن په میونېښ (مونشن، میونخ هم ویل کېږي) کې د امنیت په اړه په یو کنفرنس کې د ګډون لپاره په جرمنې کې دی، چې پکې به د مالې، مصر او منځني ختیز په حالاتو خبرې کوي.

د افغانستانه د عسکرو د ویستلو په اړه هغه وویل، د نیټو د لویو عملیاتو ختمیدل دوی ته نورې مواقعې هم ورکوي. داسې مواقعې چې دوی خپل بنیادي صلاحیتونه پیدا کړي، او د نورو زمکني حقایقو سره مخامخ شي، خپل ضروري کارونه او ژمنې بیا برابرې کړي، او په نورو ټکو کې د راروان وخت لپاره منصوبه بندي وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG