سه شنبه 4 اګست 2015 سیمه ییزوخت 14:40

افغانستان

درې اړخیزه غونډه کې دافغانستان په حالاتو خبرې کیږي


د افغانستان ، پاکستان ولسمشران او د بر تانې وزيرعظم په لندن کې کېدونکې درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره راټوليږي.

تمه څرګنديږي چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ،  افغان ولسمشر حامد کرزی او  دبرتانيې د وزيرعظم ترمنځه به په دې وړانديزونو خبرې اترې کيږي چې څرنګه په افغانستان کې امن او ثبات راتلی شي.

په پاکستاني پلاوي کې له ولسمشر زرداري سره د پوځ مشر جنرال  اشفاق پرویز کیاني او د بهرنیو چارو وزيره  حنا رباني کر هم ملګري دي. 

په افغان پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول او د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني هم شامل دي.

دا غونډه په داسې وخت کې کيږي چې پر افغانستان فشار زيات شوی چې له افغانستانه په ۲۰۱۴ کې د زياتو نړيوالو عسکرو د وتلو وړاندې، له وسلوالو طالبانو سره د امن لوظنامې ته ورسيږي.

په افغانستان کې د برتانيه څه باندی نهه زره سرتيري  موظف دي چې زياتره په هلمند ولايت کې ،د ناټو په مشرۍ د سوله ساتي ځواک سره خپله دنده ترسره کوي.
 

دا هم ولولئ

Audio پښتانه ځوانان په ټولنيزو رسنېو د سولې پر موضوع خبرې کوي؟

'پښتانه ځوانان پر خپله زمکه د سولې له خبرو ځکه ډډه کوي چې دوي سياسي پوهاوې نه لري او له خپله تاريخه بې خبره دي' تفصیل...

Audio د افغانستان امنیتي حالات ولې خراب شوي؟

په یادو ولایتونو کې د وسله والو ډلو پر ضد پوځي عملیات هم روان دي خو د وسله والو فعالیتونه هم زیات شوي دي. نو د مشال تر رڼا لاندې نننۍ بحث د افغانستان امنیت موضوع ته ځانګړی شوی دی. تفصیل...

Audio د شمالي وزيرستان تر یو لک زیات زده کونکو راتلونکې په تیاره کې دی

ښاغلي داوړ په وزیرستان کې پر تعليم تحقيق کړی وايي، له لسو کلونو راهيسې په شمالي وزيرستان کې د بدامنۍ او کرفيو له وجې تعليم ته ډېر زيان رسېدلی دی. تفصیل...

مهم موضوعات