جمعه 24 مې 2013 سیمه ییزوخت 21:25

پاکستان

پاکستان د ناکامه ریاست کامیاب انځور

د حرفواندازه - +
له ډان ورځ پاڼې
ـــــــــــــــــــــــــ
 د منورشا ژباړه


ډان ورځپاڼه خپله اداریه کې د ناکام ریاست په اړه یوه لیکنه کې لیکي چې دانتخاباتو د نیټې د ځنډولو، په لوړه کچه په حکومت کې دبډو او رشوتونو کیسې، د انتخاباتو نه وړاندې د جوړ توړ خبرې او د انتظامیې او عدلیې ترمنځه شخړه، دا بحثونه نن سبا په پاکستان کې ډېر عام دي،چې له وجې یې په  حکومت کې دننه او بهر د مخالف ګوندونو سره د تناوفضا جوړه کړې ده.

 

ورځپاڼه لیکي، کله چې په چاودنو کې شیعه ګان وژل کیږي، د قادیانیانو د قبرونو سپکاوې کیږي، چیرته یو خبریال په مر موز یا پراسرار حالت کې وژل کیږي، یو بلوچ تن لا درکه کیږي او یا په ذهني توګه ناروغه تن باندې د مذهب د سپکاوي تور لګول کیږي نو په دې ټولو خبرو کې د ریاست غبرګون ډېر کم په نظر راځي. یو څو پیښو کې لکه د بیلګې په ډول د ملاله یوسفزۍ او یا رمشا مسیح مسئلې چې پر خلاف یې ډېرې مظاهرې وشوې نو ځکه تر یو څه حده پکې ریاست فعاله ښکاري. ددې نه علاوه د انساني حقونو د څارنې د نړیوالې ادارې د ۲۰۱۳م کال د رپورټ ترمخه دې هېواد کې دانساني حقونو خلاف ورزي یوه عامه خبره ګڼل کیږي.

ورځپاڼه لیکي دد ې رپورټ هغه ادعا واضحه نه ده چې وايي  په ځینو تیریو کې په خاص توګه کوم چې د تند روه مذهبي سخت دریزو لخوا تر سره کیږي،  ګني ریاست پکې ملوث دې. البته دا خبره څرګنده ده چې حکومت ددې په مخ نیوي کې ناکامه دی. د مثال په توګه د شیعه ګانو وژنه ډېره زیاته شوې خو لا هم په دې کې ریاست په چا باندې واضحه تور نه لګوي چې له وجې یې د مذهبونو او مسلکونو خلاف کاروایانې لا پسې زیاتیږي.

د ورځپاڼې په وینا دې رپورټ کې د ډرون بریدونو په اړه هم خبره شوې چې له وجې یې په پاکستان کې د انساني حقونو مسئله لا نوره پیچلې کړې ده، او دا پوښتنه راپورته کیږي چې په موجوده امنیتي حالاتو کې څه ډول د انسانی حقونو حفاظت ممکن کیدلی شي، یعنې هغه حقونه چې پکې د انصاف تقاضې پوره شي او وسله وال او مجرمان ترې ګټه هم پورته نه کړي.
ورځپاڼه په آخر کې لیکي په داسې حال کې چې حکومت په سیاسي ګډوډۍ کې بوخت دی، دښي لاسو ګوندونو خلاف د ګامونو پورته کولو نه ویریږي او په خپل امنیتي کړنلارو کې بدلون ته تیار نه دی، دې هېواد کې د انسان بنیادي حقونونه یعنې د ژوند، آزادۍ او انصاف حقونه  به هم داسې د پښو لاندې کیږي.

دا هم ولولئ

Audio ” بدني نیمګړتیا د زده کړو مخه نه نیسي”

د نننۍ ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې به د لاس ګل په نامه د تنظيم مشر خبرې واورۍ او دا به هم واورۍ چې په پيښور کې مېشت بې وسه او په بدن معزوره تفصیل...

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...

Audio استاد شاولي د پښتو موسیقۍ یو اتل

د مشال ريډيو نننۍ خپرونه کې د پښتو د مشهور سندرغاړي استاد شاه ولي په اړه د خپرونو دريمه او آخري برخه اورئ. تفصیل...