پنجشنبه 20 جون 2013 سیمه ییزوخت 03:51

افغانستان

د پکتيا سوداګر او پانګوال له ستونزو سر ټکوي

x
د حرفواندازه - +
تېره ورځ د پکتيا سوداګرو،پانګوالو،صنعتکارانو او ښځو په يو دوه ورځني نندارتون کې کرنيز محصولات او لاسي صنايع نندارې ته وړاندې کړل.

دغه نندارتون چې د پکتيا سوداګرۍ او صنايعو رياست  په مرسته جوړ شوی و، دوه ورځې دوام کوي چې په دې کې د سيمې د سوداګرو سربېره له مرکز کابل وراغليو سوداګرو هم برخه اخيستې وه.

د دغه نندارتون په ترڅ کې د پکتيا سوداګرو شکايت وکړ چې په تېرو څو کلونو کې دولت د دوئ لاسي صنايعو او محصولاتو ته لازم پام نه دی کړی او نه يې د دوی د محصولاتو د ساتنې له پاره وړ ګامونه اخيستي دي.

د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو رياست ريس ډاکټر نصير په خپلو خبرو کې وويل چې په دې ولايت کې سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او له دولته يې غوښتنه وکړه چې د دې ولايت سوداګرو او صنعتکارانو کارونو لا ښه والي ته جدي پام وکړي.

ده وويل، چې د پکتيا سوداګرو او صنعتکارانو ورته پرلپسې شکايتونه کړي دي چې د محصولاتو د راټولېدو، وړ ځای او برېښنا نشتوالي له امله يې ډېر کارونه له خنډ او ځنډ سره مخامخېږي، د دغه نندارتون څو تنه ګډونوال د شته ستونزو په اړه وايي :

(( په پکتيا کې شته دوه دستګاوې چې پخوا تخريب شوې دي  دولت ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې دا ستونزه ده، يوه په مرکز او بله هم په ځاځي اريوب کې ده بايد دولت يې جوړې کړي چې خلک ترې ګټه واخلي))

(( موږ برېښنا نه لرو،ځای نشته او ډېر نور مشکلات دي، په دې نندارتون کې تاسې وينئ چې موږ  ټول خپل توکي راوړي دي او په خپله موجوړ کړي))

(( د پکتيا سوداګرو او صنعتکارانو ته  بايد جدي پاملرنه وشي او که زموږ کارونو ته وده ورنه کړل شي بيا خو به هېڅوک هم بوديجه  په دې کارونو ونه لګوي))


په دې نندارتون کې د پکتيا د ښځو ټولنې د ښځو لاسي کارونه هم نندارې ته وړاندې کړي و.

محمد داود تپان-پکتيا

دا هم ولولئ

د سندرو امېل (پښتونخوا حکومت او د خبریالانو اندېښنې)

په پېښور کې د کلچرل جرنلسټس (فرهنګپاله خبریالان) په نوم ټولنې یو مشر احتشام طورو وايي، د پښتونخوا نوي حکومت فرهنګي تګلارې په اړه لا واضح مالومات تفصیل...

Audio فلسفي سېدجمال الدین افغان

د افغان فلسفي او سياسي څېرې، سېد جمال الدين افغان په اړه تفصیل...

Audio د مشال تر رڼا لاندې بحث

په پاکستان کې نوی منتخب حکومت د جوړیدو په حال کې دی. د سولې په برخه کې د دې حکومت مخې ته یو ګواښ له طالبانو سره سوله ده. تفصیل...

Audio د سندرو امېل (د سرفراز خبرې او نوې سندرې)

سرفراز وايي، د ده د نوي البم نوم (زېری) دی. دی وايي، په البم کې یې ځینې طرزونه خپل دي. دی وايي، له نوې موسیقۍ سره سره یې د پښتو دودیزې آلې هم په تفصیل...

مهم موضوعات